Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ترکمنستان او اروپايي ټولنې ناسته کې د افغانستان پر پایداره پرمختګ او بنسټیزو پروژو خبرې شوې

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال او د اسیا لپاره د اروپایي ټولنې د بهرني اقدام سرویس مدیر د افغانستان د پایداره پرمختګ او د ګډو بنسټیزو پروژو پلې کېدو، لکه د ترکمنستان – افغانستان اوسپنې پټلۍ جوړولو برخه کې پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

کسپین پسټ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر مرستیال احمد قربانوف او د اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بهرني اقدام سرویس مدیر پاولا پامپالوني د ترکمنستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د بشري حقونو په اړه اوولسم پړاو خبرو اترو په ترڅ کې لیدنه کړې ده.

راپور کې راغلي، یاده ناسته چې په بروکسل کې ترسره شوه، د ترکمنستان لوري د بې‌طرفۍ، ښه ګاونډیتوب او د هېوادونو په کورنیو چارو کې د مداخلې نه کولو پر اصولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ترکمنستان په پرله‌پسې توګه له هغو نوښتونو ملاتړ کوي چې د افغانستان د سولې او پایداره پرمختګ د تأمین لپاره کېږي، لکه د بشري مرستو وړاندې کول او د سولې‌غوښتنې د هڅو ملاتړ.

د سرچینې له قوله، په یاده لیدنه کې د لویو زیربنایي پروژو لکه د ترکمنستان – افغانستان اوسپنې پټلۍ جوړولو او د انرژۍ او حمل او نقل برخه کې د نوو دهلېزونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

راپور کې راغلي، دواړو لورو د خلاصو سیاسي خبرو اترو خونديتوب پر ارزښت بیاځلي ټینګار کړی او د علاقې وړ برخو کې یې د همکاریو دوام ته چمتووالی څرګند کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.