Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان له زندانونو څه باندې ۵۰۰ افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو څه باندې ۵۰۰ افغان کډوالو ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (شنبه، د غبرګولي ۳۱مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د پاکستان له زندانونو ۵۲۰ افغان کډوال ازاد او د غبرګولي له ۲۸مې تر ۳۰مې هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین‌بولدک د کډوالو د لېږد امریتونو له قوله لیکلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر درېیو ورځو بند تېر کړی دی.»

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، خوشي شوي افغانان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.