Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز او ۱۸ ولسوالیو د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال پسرلني ټورنمنټ سیالۍ پیل شوې.

د غزني د ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د فوټسال فدراسیون له‌ خوا د بدني روزنې امریت په همکارۍ د غزني ښار نواباد سیمې د غزني باستان جمنازیوم کې پیل شوې او یوه میاشت به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، د ټورنمنټ لومړۍ لوبه د غزني د مرکز زیتون او پیروزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې زیتون لوبډلې اووه پر دوه ګولونو پیروزي لوبډلې ته ماته کړه.

بلال مجاهد وویل، د یادو سیالیو موخه د ځوانانو هڅونه، د نشه‌يي توکو مخنیوی او د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ رامنځته کول دي.

د سیالیو یوه لوبغاړي رحیم‌داد پژواک ته وویل، دا ډول ټورنمنټونه د فوټسال لوبغاړو ترمنځ پیاوړې اړیکې رامنځته کوي. نوموړي د فوټسال له فدراسیونه وغوښتل چې په غزني کې د مسلکي تمریني میدانونو جوړولو او نورو ورزشي اسانتیاوو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي.

د یادونې ده، پرون هم د غزني په کوربه‌توب د دغه ولایت په مرکز کې د څلورو ولایتونو (میدان وردګو، بامیان، دایکندي او غزني) ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.