غزنيښار (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې یو کس تېره شپه د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوی دی.
د غزني د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د ګیرو ولسوالۍ د دېسي په کلي کې شوې ده.
امنیه قوماندانۍ لیکلي چې په دې تړاو یې څو کسان نیولي او ښایي چې دغه پېښه د خپلمنځي شخړې له امله شوې وي.
سرچينې لیکلي چې نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP