کندهار (پژواک، ۱ چنګاښ ۱۴۰۴): د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي چې په دغه ښار کې د بېکیفیته تېلو د پلور او په خپلسرې توګه د بیو لوړولو له امله ۷ پټرول پمپونه وتړل شول.
د کندهار ښاروالۍ ویاند سیفالله عاصم د یکشنبې په ورځ پژواک خبري اژانس ته وویل، د ولایت مقام په مشرۍ د یو شمېر ادارو له استازو جوړې شوې ګډې کمېټې له خوا د پټرول پمپونو ارزونه او نظارت ترسره شو.
هغه زیاته کړه: «په دې نظارت کې ۷ هغه پمپونه وتړل شول، چې بېکیفیته تېل یې عرضه کول، عادي تېل یې د سوپر په نوم پلورل، او همدارنګهیې قیمتونه په خپلسر لوړ کړي وو.»
د عاصم په وینا، له تېلپلورونکو سره تر بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته به هېڅ پمپ عادي تېل د سوپر یا ۹۲ په نوم نه پلوري.
نوموړي وویل، هغه پمپونه چې غواړي سوپر یا ۹۲ تېل وپلوري، باید د نفت او ګاز له دولتي شرکت څخه رسمي اجازه تر لاسه کړي، او که څوک پرته له اجازې دا ډول تېل وپلوري، پمپ به یې د درېیو میاشتو لپاره وتړل شي.
عاصم زیاته کړه، دا پرېکړه هم وشوه چې له دې وروسته به یو لیتر پټرول په ۶۵ افغانۍ او ډیزل په ۶۶ افغانۍ پلورل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې هم د احتکار د مخنیوي او د بیو کنټرول کمېټې له خوا ۱۰ د تېلو پمپونه وتړل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP