Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوست امنیه قومانداني: هغه کس نیول شوی چې په هوايي ډزو یې نجلۍ په نوم کړې وه

خوست‌ښار (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د خوست امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې د دغه ولایت په اسماعیل‌خېل او مندوزیو ولسوالۍ کې یې په هوایي ډزو یوه نجلۍ په نوم کړې وه.

د خوست د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې  امنیتي ځواکونو دغه عملیات د امیرالمؤمنین حفظه الله د ۳۹۵ ګڼې هغه فرمان پراساس ترسره کړي چې پر ښځو د جبري نکاح مخه نیسي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «درنو خوست مېشتو ته زیاتوو چې د جبري نکاح دروازه د تل لپاره بنده شوې او هېڅوک نه شي کولی په جبري توګه په یوه او بله نامه نجونې په نوم کړي او د دوی له هیلو او ارمانونو سره لوبې وکړي.»

د خوست امنیه قومانداني لیکلي، که کومه کورنۍ له دغه ډول پېښو سره مخ کېږي نو له امنیتي ادارو سره دې موضوع شریکه کړي.

د افغانستان په ځینو سیمو کې کله چې یوه پېغله نجلۍ کوژدنه شي، نو د هلک کورنۍ د کوژې اعلان په هوایي ډزو کوي او په یوه ډول د دواړو کورنیو رضایت او خوښي څرګندوي، خو ځیني کسان بیا پرته له دې چې د نجلۍ او هلک او یا د هغوی د کورنیو ترمنځ هوکړه شوې وي، هلک د نجلۍ د کور مخې ته هوایي ډزې کوي او خلکو ته دا پیغام ورکوي چې ګواګې دا پېغله د ده شوه.

وروسته له هغه چې پر پېغله د «غږ وهلې نجلۍ» نوم پورې شي، بیا څوک ورسره واده کولو ته زړه نه ښه کوي؛ ځکه که څوک واده ورسره کوي، نو ځان ته د هغه هلک د کورنۍ دښمني اخلي چې د نجلۍ د خپلولو په موخه یې ډزې کړې دي.

دا پېښې ډېرې هغه وخت کېږي چې د نجلۍ کورنۍ د بېلابېلو لاملونو له امله خپله خور یا لور هلک ته نه ورکوي او هلک هم بیا په یوه ډول له زوره کار اخلي او هڅه کوي چې د ډزو له لارې نجلۍ خپله کړي.

خوست یو له هغو ولایتونو دی چې ورته پېښې په کې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.