Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله څلورو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه راغلي چې دغه پېښه د دره‌نور ولسوالۍ اړوند لمټک کلي کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي: «پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې ماشومانو په بې‌ احتیاطۍ سره د راکيټ د زړې مرمۍ سره لوبې کولې، او پهخپل کور کې یې په تبر وهله چې انفجار یې کړی

امنیه قوماندانۍ لیکلي، په دغه پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.