Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان له زندانونو ۱۳۱ نور افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۳۱ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت نن (پنج‌شنبه، د زمري ۱۶مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه شمېر افغانان چې د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي وو، له خوشي کېدو وروسته په دې اونۍ کې بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار د سپین‌بولدک د کډوالو لېږدولو امریت له قوله لیکلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي وو او له یوې تر ۶ ورځو یې په زندان کې تېرې کړې دي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کسان هېواد له راداخلېدو او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د زمري په ۱۶مه هم نږدې ۳۰۰ افغان کډوالو د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.