Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروپايي ټولنه: افغانستان، په ځانګړي ډول کابل کې د اوبو کمښت یوه اساسي اندېښنه ده

کابل (پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۴): افغانستان کې د اروپایي ټولنې دفتر په افغانستان، په ځانګړې توګه کابل کې د اوبو د سرچینو کمېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، دغه ستونزه د ژوند پر ټولو برخو اغېز کوي او دغه ټولنه له خپلو افغان شریکانو سره د دې ستونزې هواري برخه کې مرسته کوي.

د اروپايي ټولنې دفتر نن (پنجشنبې) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې ستونزې د حل لپاره ژمن دي.

یادې ټولنې ټینګار کړی: «د اوبو نړۍوالې اونۍ په پای ته رسېدو سره موږ د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګندوو. د اوبو کموالی، په ځانګړي ډول په کابل کې یوه اساسي اندېښنه ده؛ ځکه د خوړو له خوندیتوب څخه نیولې تر عامې روغتیا پورې پر هر څه اغېز کوي.»

اروپايي ټولنې زیاته کړې چې په ټول افغانستان کې له خپلو شریکانو سره په فعاله توګه همکاري کوي.

په پیغام کې راغلي: «زموږ پروژې له اقلیمي بدلونونو سره سمې د راستنو شوو او په کور دننه بې‌ځایه شوو د ملاتړ او د کرنې، اوبو او فاضلابو، روغتیا او د خوړو امنیت پر برابرولو متمرکزې دي.»

اروپايي ټولنې ویلي، غواړي په دې په اړه چې څنګه د اوبو اغېزناکه کارونه او د راتلونکي نسل لپاره د یوه دوامدار راتلونکي جوړول ممکن دي، خبرې اترې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د سرطان په ۲۱مه د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند قاري مطیع‌الله عابد پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې د هېواد په ځینو حوزو کې اوبه تر ۹۰ سلنه کمې شوې او په مرکزي ولایتونو کې هم وچکالي ده او د ځمکې لاندې اوبه نسبتاً کښته تللې خو د دې ستونزې د حل لپاره هڅې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.