Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان له ۲۳ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله نن له میانمار سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د دغه هېواد له ۲۳ کلنو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام مقدماتي سیالیو په لړ کې نن د میانمار پر وړاندې لوبه ترسره کوي.

دغه لوبه نن د افغانستان پر مهال وروسته له غرمې ۰۰: ۲ بجې د میانمار په کوربه‌توب ترسره کېږي.

یاد فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان د امید فوټبال ملي لوبډلې وروستۍ تمریني لوبه د میانمار په یانګون ښار کې د لوبډلې د روزونکي الیاس‌احمد منوچهر تر څارنې لاندې ترسره شوې ده.

دغه سیالي په داسې حال کې ترسره کېږي چې د هېواد ملي لوبغاړو د جاپان او کویټ پر وړاندې په خپلو دوو تېرو لوبو کې ماته خوړلې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.