فراه (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): فراه کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې په یوه کور کې د چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اوو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بالابلوک ولسوال مولوي فدامحمد سعاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې په یوه کور کې د چاودېدونکو توکو چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې یاده پېښه تېر مازدیګر د بالابلوک ولسوالۍ په نواباد کلي کې هغه مهال وشوه چې د جانمحمد په نوم د یوه کس په کور کې چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه.
د هغه په وینا، د یادې پېښې له امله جانمحمد، د هغه مېرمن او پنځو ماشومانو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینه زیاتوي، یو قرباني چې د چاودنې پر مهال سخت ټپي شوی و، د فراه ولایتي روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP