Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اسیا جام سیالۍ نن پیلېږي

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): د ۲۰۲۵ اسیام جام شل‌اوریزې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب نن پیلېږي چې لومړۍ لوبه به یې د افغانستان او هانګ‌کانګ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د ۲۰۲۵ کال اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو کې چې نن په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي، د افغانستان په ګډون اته لوبډلې برخه په‌کې لري.

د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هانګ‌کانګ لوبډلې سره لوبېږي.

دغه راز، د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د افغانستان او هانګ‌کانګ ترمنځ د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې د ابوظبۍ په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغانستان به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د سپټمبر په ۱۶مه له بنګله‌دېش سره او درېیمه لوبه به د همدې میاشتې په ۱۸مه د سریلانکا له لوبډلې سره ترسره کړي.

د یادونې ده، تېر ځل د اسیا جام شل‌اوریزو سیالیو اتلولي د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې ګټلې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.