کابل (پژواک، ۶ تله ۱۴۰۴): د افغانستان بهرنیو چارو وزیر، د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي په مشرۍ امریکایې پلاوي سره لیدلي او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د امیر امیري په نامه امریکايي تبعه له بند څخه ازاد کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر، مولوي امیر خان متقي سره نن د بندیانو په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ امریکایې پلاوي وکتل.
متقي ویلي، اسلامي امارت د امیر امیري په نامه امریکايي تبعه نن له بند څخه ازاد کړ او د افغانستان حکومت د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې څخه نه ګورياو په ډاګه کوي چې ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د حل لپاره لارې چارې موندل کېدلای شي.
هغه ویلي، اسلامي امارت له خوا د امریکايي تبعه د خوشې کولو ګام هم په دغه برخه کې د مثبت پرمختګ لپاره پورته شو.
یاد وزارت لیکلي، متقي د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د بندي د خلاصون د اسانچارۍ په برخه کې د قطر ورور دولت له مؤثر رول څخه هم مننه وکړه.
خبرپاڼه کې راغلي، امریکایي پلاوي د اسلامي امارت له خوا د امريکايي تبعه د خلاصون له پرېکړې هرکلی وکړ او دا يې ورته ښه شېبه وګڼله.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، اډم بولر د ا.ا.ا. او د امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د خبرو پخوانی پړاو رغنده وباله او هيله يې څرګنده کړه چې پاتې مواردو باندې به هم خبرې دوام پيدا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP