Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 ریچارډ لینزي: اسلامي امارت دې له نړۍوالې ټولنې سره رغنده تعامل وکړي

کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړی استازی وايي چې هېواد یې روانه اونۍ د جي اووه (G7) هېوادونو او د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو غونډه جوړه کړه او ګډونوالو یې یو ځل بیا د دغه هېواد د خلکو د ملاتړ برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي پر خپله‌ اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي چې په دې اونۍ کې د «G7» هېوادونو او د افغانستان لپاره ځانګړو استازو غونډه ترسره کړه.

نوموړي زیاته کړې چې د یادې غونډې ګډونوالو یو ځل بیا د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

هغه څرګنده کړې: «د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره زموږ پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار. موږ له [اسلامي امارت] څخه غواړو چې له نړۍوالې ټولنې سره رغنده او د نېک نیت پراساس تعامل وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، اسلامي امارت تل ويلي چې له نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ د مثبت تعامل لپاره چمتو دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.