Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیمروز کې لس درملتونونه، معاینه‌خونې او لابراتوارونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي

زرنج (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۴): د نیمروز د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې  لس درملتونونه، معاینه‌خونې او لابراتوارونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي او ټولو روغتیايي مرکزونو، درملتونونو او معاینه‌خونو ته سپارښتنه شوې چې روغتیايي اصول او معیارونه په جدي توګه مراعات او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.

د نیمروز د عامې روغتیا رییس مولوي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې د عامې روغتیا ریاست نظارتي ټیم د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې له ۳۲ درملتونونو، ۷ معاینه‌خونو او ۲ لابراتوارونو څخه نظارت کړی دی.

د نوموړي په وینا، نظارت کوونکي ټیم په درملتونونو کې د تودوخې درجه، د مسلکي کسانو شتون، نظافت او نشه‌يي درملو موجودیت ارزونه وکړه.

هغه وویل چې د یادو څېړنو په پایله کې ۴ درملتونونه، ۴ معاینه‌خونې او دوه لابراتوارونه د قانوني جواز نه‌ درلودلو له امله مهر او لاک شوي او اړوند مسؤولینو ته یې د معیاري خدمتونو او شته ستونزو په اړه لازمې سپارښتنې هم ورکړل شوې دي.

هغه ټولو روغتیايي مرکزونو، درملتونونو او معاینه‌خونو ته سپارښتنه وکړه چې د روغتیايي اصولو او معیارونو د جدي مراعاتولو ترڅنګ دې د تاریخ‌تېرو درملو له پلورلو ډډه وکړي او په دغه برخه کې د غیرمسلکي کسانو له شتون څخه مخنیوی وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.