Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

کندهار (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۴): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو او په تړاو یې دوه تنه نیول شوي دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د صفا مېنې په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، نبیل احمد په نوم یو تن ماشوم چې پرون د اختطاف کوونکو له لوري تښتول شوی و، نن د امنیتي ځواکونو له لوري په یاده سیمه کې په یوه خالي کور کې وموندل شو.

جمشید زیاته کړه، د ماشوم د تښتونې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي او ماشوم روغ رمټ خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

د چارواکو په وینا، تښتوونکو د ماشوم له کورنۍ څخه د لس میلیونه افغانیو غوښتنه کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.