کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۴): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، سرپل ولایت کې د ۵۸ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۲ اوبو رسولو شبکو د جوړولو چارې پيل شوې.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه شبکې د سرپل ولایت په سانچارک، ګوسفندي او سوزمه قلعه ولسوالیو کې جوړیږي.
سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو شبکو کې د ۱۲ حلقه څاګانو کیندل، د پاکو اوبو ۱۲ ذخیرو جوړول، د ۷۲،۶ کیلو مترو په اوږدواليپایپ غځول، د ۱۶۲۴ شیردهنونو او ۳۴۰ سولر تختو نښلول شامل دي.
یاد وزارت لیکلي، د دغو شبکو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړیوولسوالیو ۳۵۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP