کابل (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۴): په کابل کې د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د دودیزې تکواندو نهم پړاو د غوراوي سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو د پیل پر مهال د افغانستان د دوديزې (ITTAF) تکواندو ملي فدراسیون رییس کلاجان وفا پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملي لوبډلې نهم پړاو غوراوي سیالۍ چې نن پیل شوې، د ۱۳ ولایتونو ۱۳۰ ورزشکارانو برخه پهکې اخیستی او پنځه ورځې به دوام ولري.
هغه زیاته کړه چې دغه سیالۍ د دوديزې تکواندو ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلو او په دې برخه کې د ورزشکارانو ظرفیت لوړولو په موخه ترسره کېږي.
نوموړی وایي، یادې سیالۍ په درېیو سني کټګوریو (نوي ځوانان، ځوانان او لویان) کې ترسره کېږي.
د ده په خبره، د یادو سیالیو په پای کې به ۳۰ ورزشکاران د دوديزې تکواندو ملي لوبډلې لپاره وټاکل شي.
د هرات ولایت یوه ورزشکار محمدمیرویس پژواک ته وویل، ۱۴ کاله کېږي چې د تکواندو ورزش ترسره کوي او دا یې لومړی ځل دی چې په ملي سیالیو کې ګډون کوي.
هغه زیاته کړه، دغو سیالیو ته یې چمتووالی نیولی او هڅه به وکړي څو ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي.
نوموړي له مسوولینو غوښتنه وکړه چې په بېلابېلو برخو کې دې د ورزشکارانو ملاتړ وکړي.
د یادو سیالیو بل ګډونوال رشاد وایي، خوشحاله دی چې لومړی ځل په ملي سیالیو کې ګډون کوي.
هغه وویل، دغو سیالیو ته یې ډېر چمتووالی نیولی او هیلهمن دی چې د هېواد ملي لوبډلې ته به غوره شي.
اندر
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP