کابل (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشرتابه د ۳۴ ولایتونو والیانو او ولسوالانو لپاره په جوړ شوي سیمینار غونډه کې ویلي، «له چا څخه تحفې او هدیې مه اخلئ، ځکه د قدرت او واک په وخت کې تحفې قبلول په رشوت کې راځي او له راحت سره ځان مه عادت کوئ.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې مشرتابه په کندهار کې د ۳۴ ولایتونو د والیانو او ولسوالانو لپاره په جوړ شوي درې ورځني سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.
هغه والیانو او ولسوالانو ته په خطاب کې ویلي چې دوی د اسلامي امارت د اعتماد خلک او استازي دي.
ده ویلي: «ستاسو تر لاس لاندې پوره وطن دی، خلکو ته ترغیب ورکړئ، په نفرت کې یې مه اچوئ، د الله تعالی څخه ویره ولرئ او د ځان په حق کې تقوا اختیار کړئ، هر مشر د خپل ماتحت لپاره امام دی، خلک د خپل مشر پر عاداتو روان وي، څه چې مشران کوي او په څه عمل کوي، کشران هم د دوی عمل تعقیبوي، د مشرانو عمل متعدي دی، ټول خلک په دوی پسې اقتدا کوي، په هر ولایت او ولسوالۍ کې د هغه ولایت د والي او ولسوال اثار د خلکو په چلند او رویه کې معلومیږي.»
هغه دغه راز چارواکو ته ویلي، خپل نیتونه اصلاح کړي او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې ډير جهادونه وشول، خو چې نیتونه یې سم نه و، نو هغه اثار پرې مرتب نه شول چې د جهاد اهداف بلل کیدل او افغانستان یې «در په در کړ، پر چوکۍ جنګونه شول، ډلبازۍ شوې او وینې تویدو ته لارې هوارې شوې.»
د اسلامي امارت مشر ویلي: «نن د خدمت موقع شته، د الله تعالی د دین خدمت وکړئ، د اسلام او شریعت عملي کول اصلي جهاد دی. نن خلک پر تاسو د دین او د شریعت په خاطر راټول شوي دي، که خدای مکړه بې دینه شوئ، نو خلک مو بیا اطاعت نه کوي، دين هغه وخت ټینګیږي، چې خلک په دین پوه شي، خلک په دین او شریعت پوه کړئ، د مسلمانانو په اصلاح کې کوښښ وکړئ، د فسق او فساد مخه ونیسئ.»
هغه دغه راز ویلي، علماء کرام د اسلامي نظام ساتونکي دي، د علماوو په احترام سره نظام محکم کیږي. علماء کرام دې کوښښ وکړي چې ستاسو سره یوځای د دین د احیا لپاره همکاري وکړي، خلک دي فکراً او ذهناً جوړ کړي، مسؤلین او مجاهدین دې د علماء کرامو سره په هر کار کې مشورې کوي، د هغو خبرو ته دي غوږ نیسي، د هغو څخه دې فتوا اخلي او بیا دې په هغه عمل کوي.
هغه والیانو او ولسوالانو ته په خطاب کې ویلي ټول خلک ستاسو تر حکم لاندې دي، که تاسو د اسلامي امارت او د خپل امیر ښه استازیتوب وکړ نو خلک به د اسلامي نظام سره همکاره شي او د شریعت په نافذولو کې پوره کوښښ درسره وکړي.
ده ویلي: «کشرانو ته داسې وظیفې په لاس مه ورکوئ چې هغه یې بیا سرته نه سي رسولای، کار اهل کار ته وسپارئ، په خپله په عزیمت عمل کوئ خو د خپلو ملګرو سره اساني او سهولت کوئ، سختي او سخته رویه مه ورسره کوئ، له چا څخه تحفې او هدیې مه اخلئ، ځکه د قدرت او واک په وخت کې تحفې قبلول په رشوت کې راځي، د راحت سره ځان مه عادت کوئ.»
د ده په خبره، که چاته یې دنده ورکړه دا یو امانت دی، که یې بیرته ځینې واخیسته دا هم د ده حق دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP