Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د «پاینټ ټو پاینټ» انټرنېټ خدمات بېرته فعال شول

کندهار (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۴): په کندهار ولایت کې د «پاینټ ټو پاینټ» انټرنېټ خدمات نن پنجشنبه شاوخوا درې بجې بېرته فعال شوي دي.

د یادونې ده چې دغه خدمات تېره ورځ غرمه مهال شاوخوا دوولس بجې بند شوي وو.

کندهار کې د خصوصي انټرنیټي شرکتونو مسوولین وایي، د نوي پرېکړې له مخې دا مهال یوازې د دفترونو، شرکتونو او نورو رسمي کارځایونو لپاره د وای‌فای انټرنېټ کارولو اجازه ورکړل شوې خو د کورونو لپاره لا هم دا محدودیت پر ځای دی.

د کندهار ښار اوسېدونکی خوشحال خان وایي، له پرون راهیسې یې په کور کې وای‌فای انټرنېټ بند دی او د مخابراتي شبکو له انټرنېټ څخه د خپلو د زده‌کړو لپاره کار نه شي اخیستلای.

د کندهار یو بل اوسېدونکی عزیزالله هم ورته شکایت لري او وایي، له پرون راهیسې یې انټرنېټ پرې شوی که څه هم نن د دفترونو لپاره اجازه ورکړل شوې خو د کورونو لپاره لا هم بند دی.

دی زیاتوي چې د مخابراتي شبکو انټرنېټ هم ګران دی او هم یې کیفیت ډېر ټیټ دی چې له امله یې خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د کورونو لپاره هم باید وای‌فای انټرنېټ ته اجازه ورکړل شي څو خلک د ارزانه او چټک انټرنېټ له اسانتیاوو برخمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم په کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د وای‌فای انټرنېټ خدمات د لسو ورځو لپاره بند شوي وو چې وروسته بېرته فعال شول.

همدارنګه له هغه وروسته د ۴۸ ساعتونو لپاره په ټول هېواد کې نه یوازې وای‌فای، بلکې د ټولو مخابراتي شبکو انټرنېټې او مکالماتي خدمات هم بند شوي وو.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کندهار د مخابراتو ریاست معلومات هم تر لاسه کړو خو بریالي نه شوو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.