Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې پر پاکستان د افغان ځواکونو د غچ‌اخیستونکو بریدونو په ملاتړ ستره غونډه

ګردېز (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۴): پکتیا کې خلکو په یوه ستره ولسی غونډه کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل او هغه افغان ځواکونه یې وستایل چې پر پاکستان د اسلامي امارت په غچ‌اخیستونکو بریدونو کې یې برخه اخیستې وه.

دغه غونډه د پکتیا ولایت د مرکز اړوند په مرکزي چوک کې جوړه شوې وه.

دغو کسانو شعارونه ورکول چې «افغان خاوره سور خط دی او د خاورې دفاع زموږ ملي وجیبه ده.»

د دې غونډې یوه ګډونوال نظیرالله پژواک خبري آژانس ته وویل: «موږ پر خپله خاوره د پاکستان بریدونه غندو. اسلامي امارت د پاکستاني پوځ پر ضد غچ‌اخیستونکي بریدونه وکړل، دا د افغان ځواکونو مشروع حق دی.»

د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکي او د غونډې ګډونوال سمیع‌الله وویل: «افغان ولس او حکومت نه غواړي له خپلې خاورې یې بل چا ته خطر متوجه شي، خو که څوک پر موږ برید وکړي، موږ یې دفاع کوو.»

د غونډې ګډونوالو هغه افغان ځواکونه وستایل چې پر پاکستان د اسلامي امارت په غچ‌اخیستونکو بریدونو کې یې برخه اخیستې وه.

نن د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته غونډې جوړې شوې وې.

د تېرې اونۍ د پنجشنبې پر شپه پاکستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل او د کابل هوایي حریم یې هم نقض کړ.

وړمه شپه د اسلامي امارت ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.