Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې سلګونو ځوانانو په بېلابېلو برخو کې زده‌کړې ترلاسه کړې

پراخ (پژواک، د لړم ۲۰مه، ۱۴۰۴): د پنجشېر سیمه‌ییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې سلګونه ځوانان کانکور ته د چمتووالي، انګلیسي ژبې، کمپیوټر او ټکنالوجۍ مهارتونو برخو کې له درې میاشتنیو زده‌کړو فارغ شول.

د پنجشېر د والي ویاند سیف‌الدین لټون وایي چې له دې ډلې زر ځوانانو د ولایت په مرکز او څه باندې زرو نورو په ولسوالیو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په چوکاټ کې په وړیا ډول زده‌کړې ترلاسه کړې دي.

د پنجشېر والي حافظ محمداغا حکیم د دغو ځوانانو فراغت‌غونډې ته وویل: «موږ د خپلو ځوانانو د ظرفیت جوړونې شاهدان یو، د علم او پوهې زده‌کړه، په ځانګړي ډول د کمپیوټر او عصري ټکنالوجۍ زده‌کړه د ټولنې بنسټیزه اړتیا ده.»

هغه ټینګار وکړ، انګلیسي هغه ژبه ده چې نږدې ټول معاصر علوم په‌کې شامل دي او لا ډېرو علمي سرچینو ته د لاسرسي زمینه برابروي. نوموړي ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چې دا ژبه زده کړي او د ورځې ټکنالوجیو ته بشپړ لاسرسی ومومي.

د پنجشېر والي زیاته کړه: «موږ ډاډ ورکوو چې کانکور ته د چمتووالي عمومي کورسونه به یو ځل بیا د ولایت په مرکز او ټولو اوو ولسوالیو کې پیل شي. دغه پروګرام د ښوونیزو مهارتونو د پیاوړتیا او ځوانانو ته د لوړو زده‌‌کړو فرصتونو ډېرېدو په موخه جوړ شوی دی.»

بسم‌الله چې د پنجشېر د مرکز اوسېدونکی او د انګلیسي ژبې د کورس له فارغانو یو دی، له دولته مننه وکړه چې دوی ته یې د زده‌کړو زمینه برابره کړه او پژواک خبري اژانس ته یې وویل، د انګلیسي ژبې زده‌‌کړې ته به دوام ورکړي؛ ځکه دا یوه نړۍواله ژبه ده او غواړي له همدې لارې د خپل ولس او هېواد خدمت وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.