کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د کابل مېشتو سفارتونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي، ا.ا له منځګړو هېوادونو سره په اړیکه کې دی او هر وخت چې پاکستاني لوری د خبرو اترو د ښه نیت څرګندونه وکړي، چمتو دی چې د دیپلوماسۍ او تفاهم له لارې د موضوع د حل لپاره مذاکراتو کې ګډون وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت مرستیال، ډاکتر محمد نعیم، نن په کابل کې د مېشتو سفارتونو استازو ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ په استانبول کې د وروستيو مذاکراتو بهير او د افغانستان اسلامي امارت دريځ بيان کړ.
هغه ویلي، د استانبول په خبرو کې اساسي ستونزه دا وه چې پاکستاني لوري د مذاکراتو په جریان کې داسې غوښتنې مطرح کړې چې غیر واقعي او غیر عملي وې.
د ده په خبره، پاکستان کې د ټولو امنیتي ستونزو مسؤولیت افغانستان ته راجع کول په دې معنا دي چې د پاکستان په پوځ کې ځانګړې کړۍ نه غواړي چې د دواړو هېوادونو مسایلو ته مذاکراتي حل وپلټل شي.
محمد نعيم زياته کړې، د پاکستاني پلاوي له خوا د غیر مسؤولانه او نه همکارۍ روحیه ددې لامل شوه چې د افغانستان اسلامي امارت له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره کومې پایلې ته ونه رسیږي.
د بهرنيو چارو وزارت معين وویلي، اسلامي امارت منځګړو هېوادونو سره نږدې اړیکه کې دی او چمتو دی چې هر کله پاکستاني لوري مذاکراتو کې د ښه نیت ښودنه وکړه او په غوښتنو کې یې معقولیت او واقعبیني منځ ته راغلل، د دیپلوماسۍ او تفاهم له لارې د موضوع حل ته راوګرځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP