کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۴): تېره اونۍ، چارواکو وویل چې د کابل او اسلاماباد خبرې د پاکستاني لوري د غیرمسوولانه څرګندونو له امله بې پایلې پای ته ورسېدې، افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړه او د چاپېریالساتنې ملي ادارې «کاپ ۳۰ غونډې» ته د افغانستان نه وربلل د «اقلیمي عدالت او نړۍوالې همکارۍ» خلاف وبلل.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- مجاهد: د پاکستاني پلاوي د غیرمسؤولانه روحیې له امله د ترکیې مذاکرات بېپایلې پای ته ورسېدل
- افغانستان له پاکستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه بنده کړه او افغانانو د دې پرېکړې هرکلی وکړ.
- مالیې وزارت: له راتلونکو درېیو میاشتو وروسته له پاکستانه واردېدونکي درمل نه محصولوو
- «کاپ ۳۰ غونډې» ته د افغانستان پر نه وربللو د یونیسف او چاپېریالساتنې ادارې نیوکه
- ا.ا د جرمني په بون ښار کې د کونسلګرۍ چارې پیل کړې او هند ویلي، له افغانستان سره سفارتي اړیکې لوړې کچې ته رسوي.
- م.م: د مالي سرچینو پر محدودیت سربېره د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي وو.
ځايي چارواکو ویلي چې تېره اونۍ د بادغيس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د پخواني ماين چاودنو دوو پېښو کې پنځو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړ.
دغهراز، تېره اونۍ د لوګر امنيتي چارواکو ویلي وو چې پلعلم ښار کې يوه ښځه او یوه نجلۍ وژل شوي او په تړاو یې امنيتي ځواکونو دوه تورن کسان نيولي دي.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې یو کسان وژل شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د افغانستان او پاکستان بېپایلې مذاکرات او د سوداګرۍ درېدل
پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم تر بریدونو او بیا د افغانستان تر غچاخیستونکو بریدونو وروسته، د قطر او ترکیې په منځګړیتوب یو ځل په دوحه او دوه ځلې په استانبول کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ مذاکرات وشول. په استانبول کې وروستي مذاکرات د لړم په ۱۶مه پای ته ورسېدل.
د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د پاکستاني پلاوي له خوا د غیرمسوولانه او نه همکارۍ روحیه د دې لامل شوه چې د ا.ا له نېک نیت او د منځګړو له ټولو هڅو سره سره د ترکيې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي.
هغه ویلي چې پاکستان په افغانستان کې قوي مرکزي حکومت، امنیت او پرمختګ نه خوښوي او په داسې حال کې د خپل امنیت په تړاو ټول مسوولیتونه د افغانستان حکومت ته راجع کوي چې هلته ناامنۍ د ا.ا له بیا واکمنېدو مخکې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د پاکستاني پوځیانو د ناسمو سیاستونو له امله روانې دي.
ترکیې، قطر او ایران د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ستونزو د حل لپاره پر ډیپلوماتیکو هڅو او تفاهم ټینګار کړی دی.
پاکستان څه باندې یوه میاشت مخکې له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې.
تېره اونۍ، د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې په یوه ناسته کې له صنعتکارانو او سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای دې له نورو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي او که دغه کار ونه کړي نو د ستونزو رامنځته کېدو په صورت کې یې ا.ا ستونزو ته رسېدنه نه کوي.
هغه وویل چې که چا په پاکستان کې قراردادونه یا خریدارۍ کړي وي، درې مياشتې وخت ورکول کېږي او په همدې موده کې دې هلته خپل ټول حسابونه تصفیه او کار دې راونغاړي.
دغهراز، تېره اونۍ د افغانستان د مالیې وزارت وویل چې د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د هدایت پر اساس، له راتلونکو درېیو میاشتو وروسته له پاکستانه واردېدونکي درمل نه محصولوي.
ملا برادر وايي، دا چې پاکستان په کراتو د سوداګرۍ پر مخ لارې تړلې او اوس یې هم تړلې دي، له تجارتي او بشري مواردو یې سياسي استفاده کړې او د دواړو هېوادونو تجاران او صنعتکاران یې متضرر کړي دي، اسلامي امارت اړ شو چې پورتنۍ پرېکړه وکړي.
خلکو د پژواک خبري اژانس پر فېسبوکپاڼه له پاکستان سره د افغانستان سوداګرۍ د بندېدو پر خبر په تبصرو کې له دغه اقدام ملاتړ وکړ. هغوی لیکلي: «دې ته اوس دريځ وايي، شف نه شفتالو… نر کار يې کړی… دا به زموږ د اقتصاد د پیاوړتیا او ملي غرور پیلامه وي… عالي اقدام، ډېره تاریخي پرېکړه.»
ورته مهال، تېره اونۍ د بلخ ولایت مقام مطبوعاتي دفتر ویلي وو چې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ یو ګډ هوکړهلیک لاسلیک شوی چې له مخې به یې د افغانستان کرنیز محصولات د هوا له لارې نړۍوالو بازارونو ته صادر شي.
د کاپ۳۰ ناستې ته د افغانستان د استازي نه وربلل
تېره اونۍ، د افغانستان د چاپېریالساتنې ملي ادارې وویل چې افغانستان ته د اقلیمي بدلون په اړه په برازیل کې د اقلیم د بدلون په نړیواله غونډه (کاپ۳۰) غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. د سرچینې د څرګندونو له مخې، دغه کار د اقلیمي عدالت او نړۍوالې همکارۍ خلاف عمل دی.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خورا لږ (۰.۱۹ سلنه) شینکوریز ګازونه خپروي، خو د راپورونو له مخې، د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري. دغه وضعیت د هېواد کرنیز سکټور سخت اغېزمن کړی؛ هغه سکټور چې لا هم نږدې ۸۰ سلنه افغانانو ته د ژوند کولو بنسټیزه سرچینه بلل کېږي. له اقلیمي بدلونونو سره تړلي بېوخته بارانونه او سېلابونه هم د حاصلاتو د له منځه تلو او کمښت لامل کېږي.
تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په برازیل کې د کاپ۳۰ غونډه کې د افغانستان د استازي پر نه ګډون د اندېښنې په څرګندولو سره د اقلیمي بدلونونو په ناورین کې د افغانستان رول پیکه بللی او د نړۍ له مشرانو یې غوښتي چې په دې غونډه کې د افغانستان وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د یونیسف د اړیکو برخې سرپرست رییس سلام الجنابي ویلي په داسې حال کې چې نړۍوال مشران په برازیل کې د اقلیمي اقداماتو په تړاو خبرې کوي، یونیسف له دغو مشرانو غواړي هغه ماشومان په یاد ولري چې په یاده غونډه کې استازی نه لري او هغه ماشومان چې د ښوونځي د کتاب پر ځای اوبه لېږدوي.
د ډپيلوماتيکو اړیکو پراختیا؛ هند او جرمني
تېره اونۍ، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جایسوال ویلي چې له ارزونې وروسته په کابل کې د هند سفارت خپلې چارې په عادي ډول مخته وړي او نوی ډیلی هڅه کوي چې له افغانستان سره سفارتي اړیکې پیاوړې کړي او لا لوړې کچې ته ورسوي.
دغهراز، تېره اونۍ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو چې د جرمني په بون ښار کې د کونسلګرۍ چارې له سره پیلوي.
په پیغام کې زیاته شوې چې په نږدې راتلونکي کې به په دې کونسلګرۍ کې د پاسپورټ د چاپ چارې هم پیل شي.
مرستې
تېره اونۍ، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا رټواټه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستيال دکتور محمدنعیم سره په لیدنه کې ویلي، سره له دې چې مالي سرچینې محدودې شوې خو بیا هم ملګري ملتونه له اسلامي امارت سره د افغانانو د ملاتړ او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري برخو کې ګډ کار ته ژمن دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دې لیدنه کې دکتور محمدنعیم له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې له افغان حکومت سره په ګډه د جبري راستنېدونکو کډوالو د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
احمدشاه عرفانیار
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP