Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ځوانانو د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ د افغانستان الف لوبډله نن له بنګله‌دېش سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د ځوانانو اسیا جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه د بنګله‌دېش له الف لوبډلې سره ترسره کوي.

د ځوانانو شل‌اوریزې اسیا جام سیالۍ د قطر په کوربه‌توب د افغانستان په ګډون د اتو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ روانې دي.

د افغانستان او بنګله‌دېش الف لوبډلو ترمنځ لوبه نن د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې ترسره کېږي.

افغان لوبډله د دغو سیالیو په الف ګروپ کې د سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ‌کانګ له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

دغه‌راز، افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه.

د یادونې ده، افغان ابدالیان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله وروستۍ ګروپي لوبه د نومبر په ۱۹مه د هانګ‌کانګ پر وړاندې ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.