Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حقاني: د رعیت او ښه حکومت تر منځ د مینې او اعتماد اړیکې وي

کابل (پژواک، ۲۱لېندۍ ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزير، خوست کې خلکو ته په وینا کې په تحمل او د دښمنیو پر ختمولو ټینکار کړی، ویلي یې دي، هغه حکومت حکومت نه دی چې ولس یوازې د ډارولو له لارې اداره کوي. د رعیت او ښه حکومت تر منځ د مینې او اعتماد اړیکې وي.
د خوست ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، خلیفه سراج الدین حقاني، نن د خوست په جامع جومات کې د خوست له خلکو سره د لیدنې پر مهال وویل: “افغانانو ته په دا تقریباً نیمه پېړۍ کې یوازې درد رسېدلی دی، خو بیا هم دوی په هر صورت استقلال او خپلواکي غواړي. موږ په تاريخي لحاظ پردیو امپراتوریو محکوم کړي یو، که اوس یو او بل په خپله محکوموو او ذلیل کوو، دښمنۍ او عداوتونه نه شو ختمولای، تحمل او تعامل مهم دي.”
حقاني ويلي، هغه حکومت حکومت نه دی چې ولس یوازې د ډارولو له لارې اداره کوي.
هغه زیاتوي چې د رعیت او ښه حکومت تر منځ د مینې او اعتماد اړیکې وي.
د کورنیو چارو وزیر، سپارښتنه کړې چې خلک دې خپلې ستونزې د محاکمو له لارې حل کړي، ځکه چې قضاء د نظام مهم رکن دی او د عدالت د تطبیق مرجع ده.
د هغه په وینا، حکومت هغه وخت مانا پیدا کوي چې ولس ته هوساینه، عدالت او د باور فضا رامنځته کړي.
دی زیاتوي: “موږ په انقلاب کې پیدا شوي او په همدې انقلاب کې را لوی شوي یو. زموږ موخه خلکو ته د وحدت پیغام رسول او د هېواد د هرې برخې د امنیت او ثبات ملاتړ دی.”

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.