ژبه

یوناما: افغانستان له ځینو پرمختګونو سره سره له یو شمېر ننګونو سره مخ دی

احمد صهیب حسرت

۱۹ غبرګولی ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۹

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵): د یوناما سرپرسته او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې مرستیاله وایي، سره له دې چې افغانستان نسبي ثبات لري، ځینې اقتصادي شاخصونه یې ښه شوي او د اسلامي امارت د واکمنۍ پر وړاندې کومه جدي وسله‌واله یا سیاسي ننګونه نه شته، خو لا هم له اقتصادي، بشري او د بشري حقونو اړوند ستونزو سره مخ دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې او د سرمنشي ځانګړې مرستیالې جورجت ګانیون دغه څرګندونې په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

هغې ویلي چې په وروستیو اوونیو کې یې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي او د راستنېدونکو کډوالو، سوداګرو، زیانمنو کورنیو، ښځو او نجونو سره د لیدنو پر مهال یې د اقتصادي، بشري او بشري حقونو د وضعیت په اړه ګډې اندېښنې اورېدلې دي.

ګانیون ویلي، افغانستان د اسلامي امارت تر ادارې لاندې په ظاهري ډول باثباته دی، د حکومت اداري او ځمکنۍ واکمني پیاوړې شوې او د اسلامي امارت د واکمنۍ پر وړاندې کومه جدي وسله‌واله یا سیاسي ننګونه نه لیدل کېږي.

ګانیون زیاته کړې چې د اسلامي امارت چارواکي د هېواد په کچه د سولې او امنیت تأمین خپله تر ټولو ستره لاسته راوړنه بولي، خو د افغانستان اوږدمهاله راتلونکی تر ډېره د واکمن نظام دننه تحولاتو، پالیسیو او عملي چلند ترمنځ د توازن پر څرنګوالي پورې تړلی دی.

هغې ویلي، هغه څه چې اوس تر سترګو کېږي د اسلامي امارت له لوري د کنټرول زیاتوالی دی، خو د هېواد د راتلونکي وضعیت په اړه لا هم روښانه تصویر نه تر سترګو کېږي.

ګانیون زیاته کړې چې د اقتصاد د لویو شاخصونو وضعیت د ثبات څرګندونه کوي؛ اقتصادي وده مثبته ده، په بنسټیزو پروژو کې ځینې اوږدمهاله پانګونې شوې، مالي ثبات ساتل شوی او د عوایدو راټولولو بهیر هم ښه شوی دی.

د هغې په وینا، نسبي ثبات د ځینو مثبتو اقداماتو لپاره هم زمینه برابره کړې، چې له هغې ډلې د کوکنارو د کرکیلې نږدې له منځه وړل دي.

خو ګانیون خبرداری ورکړی چې د اقتصادي ثبات لپاره روانې هڅې لا هم نازکې دي او په دې برخه کې تر ټولو لوی ګواښ له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د پراخې راستنېدنې له امله د نفوس ناڅاپي زیاتوالی دی.

هغې ویلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه نږدې ۵.۹ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې د نفوس له لس سلنې زیاتوالی سره برابر دي او اټکل کېږي چې د روان کال تر پایه به ۲.۸ میلیونه نور افغانان هم هېواد ته ستانه شي.

د هغې په وینا، ډېری بېرته راستانه شوي کسان ډېرې کمې شتمنۍ لري او د هغو ټولنو اقتصادي چاپېریال ته ستنېږي چې د بشپړ ادغام وړتیا نه لري.

هغې د نړیوال بانک راپور ته په اشارې ویلي چې افغانان په واقعي توګه لا پسې بېوزله کېږي او افغانستان اوس هم د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي؛ داسې چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د هېواد د نفوس ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

هغې زیاته کړې چې د کار محدود فرصتونه، د کورنیو د عوایدو کمېدل، د لږو دندو لپاره سیالي، دوامداره وچکالي، د اوبو کمښت او د چاپېریال تخریب هغه کرنیز معیشت له ګواښ سره مخ کوي چې د افغانستان د څه باندې ۷۰ سلنه خلکو د عاید اصلي سرچینه ده.

دې ویلي، د دغو ستونزو هممهاله شتون د لا زیاتې کډوالۍ، ټولنیز او اقتصادي انزوا، ناامنۍ او «افراطیت» ته د خلکو د تمایل خطر لوړوي.

ګانیون د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي چې افغان ښځې او نجونې له هغو محدودیتونو سره مخ دي چې د افغانستان د ټولنې لپاره به اوږدمهاله پایلې ولري.

د هغې په وینا، شاوخوا ۳.۸ میلیونه نجونې چې عمرونه یې د ۷ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي، له زده‌کړو بې‌برخې دي.

هغې زیاته کړې چې هر کال شاوخوا ۲۵۰ زره نورې نجونې هم د ثانوي زده‌کړو له بهیر څخه پاتې کېږي؛ داسې وضعیت چې د هغې په وینا، د استعدادونو او ظرفیتونو یو نسل له منځه وړي.

ګانیون وایي، د یونیسف د وروستۍ ارزونې له مخې، د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو لګېدل لا له اوسه د افغانستان اقتصاد ته زیان رسولی او د هېواد اوږدمهاله پرمختګ یې کمزوری کړی دی.

دې ویلي، د روغتیا او پوهنې سکتورونه د متخصصو ښځو له کمښت سره مخ دي او ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې له ۲۵ زرو ډېر مسلکي کارکوونکي له لاسه ورکړي.

د ګانیون په وینا، دغه وضعیت د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی کموي او د میندو او ماشومانو روغتیايي وضعیت لا خرابوي.

هغې یو ځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار لګېدلي محدودیتونه او د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه کارکوونکو لګول شوي محدودیتونه لغوه کړي.

د دې په وینا، د افغانستان او پاکستان اړیکې لا هم له ستونزو ډکې دي او د لارو تړل کېدل او امنیتي کړکېچونه پر خپل حال پاتې دي.

هغې زیاته کړې چې د لارو تړل کېدل سوداګریز بهیر ګډوډوي، بازارونو ته لاسرسی کموي، د توکو بیې لوړوي او بشري مرستې او زیانمنو خلکو ته لاسرسی له ستونزو سره مخ کوي.

ګانیون ویلي، د کړکېچونو اصلي قربانیان ملکي وګړي دي او د دواړو هېوادونو اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

هغې د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د کړکېچونو د کمېدو او د خبرو اترو د لارو د پرانیستو لپاره د غړو هېوادونو د روانو هڅو هرکلی کړی.

د یوناما سرپرستې ویلي چې له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو تعامل د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه لري، خو د وضعیت د ښه درک، د خبرو اترو د اسانتیا، د افغانانو د ملاتړ او د خطرونو د مدیریت لپاره اړین دی.

د هغې په وینا، یوناما او د ملګرو ملتونو نور بنسټونه په افغانستان کې خپل فعالیتونه روان ساتلي دي.

ګانیون د دوحې بهیر د افغانستان د مهمو سیاسي مسایلو د بحث لپاره اوسنی چوکاټ بللی او ویلي یې دي چې موخه یې داسې افغانستان ته رسېدل دي چې له ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي، بېرته په نړیواله ټولنه کې مدغم شي.

ګانیون ویلي، که څه هم ځینې پرمختګونه شوي، خو د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.

هغې له اسلامي امارته غوښتي چې له یوناما سره د لا ډېر تعامل لپاره یو منظم میکانیزم رامنځته کړي او له غړو هېوادونو یې هم غوښتي چې اسلامي امارت ته روښانه کړي چې له نړیوال نظام سره بیا یوځای کېدل لا هم ممکن دي.

هغې په پای کې ویلي، یوناما د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د امنیت شورا د هدفونو د تحقق لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي او باور لري چې د خبرو اترو او همکارۍ له لارې پرمختګ ممکن دی.