د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)
دولت او سياست

امرخېل : د پاکستان د وېزو ستونزه دې د اسلام اباد او کابل په کچه هواره شي

Oct 21, 2020 - 16:00
جلال اباد (پژواک، ۳۰ تله ۹۹): د ننګرهار والي د پاکستان د وېزو ترلاسه کولو پر مهال له ګڼې ګوڼې څخه د يو شمېر کسانو د مړينې د پلټنو کولو ترڅنګ ويلي چې دا ستونزه د دوو هېوادونو په کچه ده او ورته بايد هېواد شموله حل لاره ولټول شي.
پاتې برخه

د مجرمینو انځورونه په لویو پوسټرونو کې چاپ او د کابل ښار په ناحیو کې لګول کېږي

Oct 21, 2020 - 15:38
کابل (پژواک، ۳۰ تله ۹۹): د ولسمشرۍ لومړي مرستیال امرالله صالح اعلان وکړ چې د نوې پرېکړې له مخې، د مجرمینو او فراریانو انځورونه دې په لویو پوسټرونو کې چاپ او د کابل ښار په ناحیو کې دې ولګول شي، څو خلک د هغوی په پیدا کولو کې مرسته کړي.
پاتې برخه

ولسمشر د نوماندان وزیرانو د معرفي په ناسته کې د یو وکیل غبرګون غوسه کړ

Oct 21, 2020 - 15:36
کابل (پژواک، ۳۰ تله ۹۹): ولسمشر ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د ورپېژندلو په ناسته کې – چې یو وکیل یې خبرې هم پرې کړې- د افغانستان اقتصادي فرصتونه یاد کړل او ویې ویل چې نړیواله ټولنه هم له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده.
پاتې برخه

نادري: سوله باید تل‌پاتې، باعزته او عادلانه وي

Oct 21, 2020 - 12:21
کابل (پژواک، ٣٠ تله ٩٩) : د افغانستان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي غړى او د سولې په چارو کې د دولت وزير سيد منصور نادري وايي، سوله باید تل‌پاتې، باعزته او عادلانه وي، موږ د افغانانو برخه‌لیک له ګواښ سره نه‌شو مخ کولی.
پاتې برخه

حکمتیار په اسلام اباد کې : پاکستان افغان سولې پروسه کې مهم رول لوبوي

Oct 20, 2020 - 22:11
کابل (پژواک، ۲۹ تله ۹۹) : د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ادعا کړې چې افغان حکومت د سولې پلوی نه دی او د جګړې دوام غواړي. د طلوع نیوز د راپور له مخې، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پاکستان ته د سفر پر مهال د تلې په ۲۹مه، په یوې خبري ناسته کې وویل...
پاتې برخه

حکمتيار او عمران خان د افغان سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي

Oct 20, 2020 - 18:40
کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٩) : د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار چې په رسمي سفر پاکستان تللى، ددغه هېواد لومړي وزير عمران خان سره د سولې پروسې په اړه خبرې کړې دي.
پاتې برخه

فیفا: وکیلان دې نوماند وزیرانو ته یوازې د وړتیا له مخې د باور رایه ورکړي

Oct 20, 2020 - 16:21
کابل (پژواک،۲۹ تله ۹۹): فیفا ولسي جرګه کې نوماند وزیرانو ته د رایو ورکولو لپاره د روښانه میکانیزم د نه شتون په اړه اندېښنه ښيي او له وکیلانو غواړي چې نوماند وزیرانو ته یوازې د وړتیا له مخې د باور رایه ورکړي.
پاتې برخه

برېتانيا له افغان ملي ځواکونو سره د نږدې اووه ميليارده افغانيو مرسته اعلان کړه

Oct 20, 2020 - 14:55
کابل (پژواک، ٢۹ تله ٩٩): برېتانيا په افغانستان کې د سولې او ثبات په موخه له افغان ملي ځواکونو سره د نږدې اووه ميليارده افغانيو مرستې اعلان کړى دى.
پاتې برخه

ناټو تر ٢٠٢٤ کال پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي

Oct 20, 2020 - 11:05
کابل (پژواک، ۲۹ تله ٩٩): د ناټو سازمان او متحدينو يې اعلان کړى چې تر ٢٠٢٤ زېږديز کال پورې به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.
پاتې برخه

دولت او طالبانو د تماس ګروپونو پر اختلافي موضوعاتو خبرې کړې دي

Oct 20, 2020 - 10:36
کابل (پژواک، ۲۹ تله ٩٩): د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د تماس ګروپونو ترمنځ پر اختلافي موضوعاتو يو ځل بيا ناسته وشوه.
پاتې برخه

رحماني: د امنیتي تړون پروګرام ډېری غړي د مور او پلار له خوا عاق شوي کسان دي

Oct 19, 2020 - 18:34
کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): د ولسي جرګې رییس د ولسوالیو د قوماندانانو پر ټاکلو نیوکه کوي او وايي، د کابل د امنیت لپاره د امرالله صالح ګومارل امنیت نه ټينګېږي او « د (امنیتي تړون) ډېری غړي د مور او پلار عاق دي.»
پاتې برخه

صديقي: طالبانو د دولت له نېک نیت څخه ناوړه ګټه اخيستې ده

Oct 19, 2020 - 17:03
کابل (پژواک، ٢٩ تله ٩٩): د ولسمشر غني وياند وايي، دولت د سولې لپاره د طالبانو زرګونه بنديان خوشي کړل، خو طالبانو خپلې ناروا جګړې ته دوام ورکړى دى.
پاتې برخه

مُنيب: حکومت د خپل واک لپاره د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي

Oct 19, 2020 - 16:22
مزارشريف (پژواک، ۲۸ تله ۹۹): د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان مشر او د حج او اوقافو وزارت پخوانی وزير عبدالحکيم منيب وايي چې د حکومت رهبري د خپل واک د بقا لپاره د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
پاتې برخه

​د ناټو د دفاع وزیران پر افغان ماموريت او د سولې پر پروسې خبرې کوي

Oct 19, 2020 - 14:53
کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٩): ټاکل شوې ده چې د ناټو سازمان د دفاع وزيرانو په غونډه کې د افغانستان پر ماموريت او سولې پروسې هم خبرې وشي.
پاتې برخه

​حکمتيار په درې ورځني سفر پاکستان ته روان شو

Oct 19, 2020 - 13:55
کابل (پژواک، ٢۸ تله ٩٩): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په درې ورځني سفر پاکستان ته روان شو.
پاتې برخه

ډاکتر عبدالله: د سولې خبرو پر مهال د جګړې شدت د منلو وړ نه دی

Oct 19, 2020 - 13:53
کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٩): ډاکتر عبدالله د سولې خبرو پر مهال د جګړې شدت د منلو وړ نه ګڼي او وايي چې ایران ته سفر یې په افغان سوله کې د ایران د اغېزناک رول د درک او د سولې له بهیره د دغه هېواد د ملاتړ ترلاسه کولو په معنا دی.
پاتې برخه

خليلزاد: د امتياز اخیستو لپاره د تاوتريخوالي زياتول ډېر خطرناک دي

Oct 19, 2020 - 10:50
کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٩): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازی زلمی خليلزاد وایي، د مذاکراتو پر مېز د امتیاز اخیستو لپاره د تاوتریخوالي ډېرول ډېر ګواښوونکی دی.
پاتې برخه

مشرانو جرګې د نیمایي کال د بودیجې سند تایید کړ

Oct 18, 2020 - 20:54
کابل(پژواک۲۷ تله ۹۹): مشرانو جرګې د نیمایي مالي کال بودیجه تایید کړه او ټاکل شوې ده چې د تصویب لپاره ولسي جرګې ته واستول شي. د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد او بودیجې کمېسیون رییس عبدالوهاب عرفان چې د دغې جرګې په نننۍ غونډ کې یې د نیمایي کال د بویجې د...
پاتې برخه

امرالله صالح ته د کابل امنیت سپارل په مشرانو جرګه کې له مخالفت او ملاتړ سره مخ شول

Oct 18, 2020 - 20:01
کابل(پژواک، ۲۷ تله ۹۹): د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د ولسمشر لومړي مرستیال ته د کابل امنیت سپارل جنرالانو ته سپکاوی او شرم ګڼي، خو ځینې نور بیا دغه اقدام د کابل د امنیت د ټينګښت په برخه یو مهم ګام ګڼي.
پاتې برخه

طالبانو د وروستيو هوايي بريدونو له امله امريکا د دوحې له هوکړې پر سرغړونې تورنه کړه

Oct 18, 2020 - 16:39
کابل (پژواک، ٢٧ تله ٩٩): وسله وال طالبان وايي چې په هلمند ولایت کې د امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه د دوحې له تړونه سرغړونه ده. امريکايي ځواکونو تېره اوونۍ وروسته له هغه په هلمند ولايت کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه وکړل چې طالبانو د لښکرګاه...
پاتې برخه

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan