ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لیکوال : عبدالحي قانت

په لویه کې د نړۍ هر هیواد پرمختګ لپاره اقتصاد، نظامي، سیاست، د ټکنالوژۍ او کلتور په برخه کې پیشرفت ته اړتیا لري. دا پنځه هغه مهمې برخې دي چې له دې پرته ممکنه نه ده یو هیواد په ریښتیني توګه پرمختګ وکړي. دې ټولو کې بیا مهمه ترینه برخه چې تر ډېره پرې دا څلور نورې برخې هم متکي دي، د سیاست برخه ده. دلته له سیاست له برخې مفهوم داخلی سیاست نه بلکې د یو هیواد بهرنی سیاست دی. اوسنۍ نړۍ کې چې اکثر هیوادونه په یو بل متکي دي او واړه ماهیان له دې ډاره چې لوی ماهیان یې تېر نه کړي د نورو لویو ماهیانو شاته پټېږي، له ټولو مهم عنصر همدا بهرنی سیاست دی.
زمونږ هیوادوال باید د بهرني سیاست د اهمیت په اړه له ټولو ښه ځکه پوه وي چې مونږ له دې برخې ډېرې ترخې تجربې لرو.‌ د تېر ۴۰ کلن ناورین بنیاد او اساس غلط بهرني سیاست ؤ. د داؤد کودتا پر مهال د هیواد په داخلي سستم کې د خلق او پرچم نفوز، د شوروي اتحاد یرغل ته لار برابرول او بلآخر زمونږ ګران هیواد د اشغال غېږ ته غورځول هغه ناکام بهرنی سیاست ؤ چې له امله یې تر ننه زمونږ هیواد د بهرنیو د لوبو میدان دی او لا به هم جریان لري.
تېر ۲۰ کاله افغانستان د امریکا په دوستۍ کې تېر کړل. دا ۲۰ کاله هم د بهرني سیاست له اړخه د شوروي د اشغال څخه ډېر متفاوت نه ؤ. د پخواني ولسمشر حامد کرزي له اولې دورې تر ننه د افغانستان د بهرني سیاست محور ‪“‬امریکا او د ناټو هیوادونه‪”‬ ؤ. مونږ نشو کولی چې په خپله خوښه خپل سیاست ترسیم کړو بلکې زمونږ بهرنی سیاست تر ډېره د امریکا او د دوی د ملګرو د سیاسي ګټو لپاره یوه وسیله وه. دا سیاست زمونږ د ګټو لپاره نه جوړېده‪،‬ ځکه چې مونږ په مالي او نظامي برخو کې په کلي ډول په همدې هیوادونو تکیه ؤ.
یو ویشتمه پیړۍ له غرب څخه شرق ته او یا له اروپا+امریکا څخه آسیا ته د واک د لېږد پیړۍ یادېږي. آسیايي هیوادونو تر ډېره د غرب پر ځای شرق ته مخه کړې او فکر کوي چې چین سره خپل روابط جوړ کړي او وتوانېږي د چین بر لاسي نړیوال نظام کې ځان ته ځای پیدا کړي.‌هېڅ آسیايي هیواد نه غواړي غرب لپاره خپلې ملي ګټې د پخو لاندې کړي. سوېل کوریا، جاپان، هند، استرالیا انډونیزیا، تالینډ او کمبوډیا هغه هیوادونه دي چې دا مهال پرې امریکا د چین د مخنیوي لپاره حساب کوي. دا پاسني هیوادونه امریکا بسپنه کوي تر څو د چین مخه پرې ونیسي خو د دې هیوادونو حال هم داسې دی چې آینده یې چین سره تړل شوې. د استرالیا څلوېښت سلنه تجارت چین سره دی، جاپان چین سره د یوې سیمې هیواد دی او نه غواړي مشکلات یې ډېر شي، دوی له امریکایانو او چینایانو په شریکه ګټه کوي او چې پوه شي امریکا نوره د نړۍ له مشرۍ غوځېدلې په هماغه ورځ به یې چین سره اړیکې بې سارې وي،‌انډونیزیا او دا نور هیوادونه هم همداسې.‌
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د خپل وخت په اواخرو کې په دې پوه شوی ؤ چې مونږ باید د امریکا له بلاکه ورو ورو پښې وباسو او خپل آزاد بهرنی سیاست ولرو، ګاونډیانو سره خپلې ستونزې حل کړو او د خپلو ملي ګټو سیاست ته مخه کړو.‌ دا یو ډېر مهم درک ؤ چې افغانستان ورته وروسته له ډېرې مودې اړتیا درلودله.‌ ګاونډیانو سره ستونزې حل کول هغه څه ؤ چې امریکایان ورسره ډېر حساس ؤ او مونږ یې نه پرېښودلو چې دا کار وکړو. کرزی وروسته له ۲۰۰۸ چې کله یې د اوباما ادارې سره مشکلات پیدا شول، چین، روسیې، ایران او پاکستان سره غوښتل خپلې ستونزې حل کړي، دی تر څه حده په دې کې کامیاب هم ؤ خو امریکایانو کوښښ کاوه دا اړیکې خرابې کړی، د افغان حکومت او سیمې تر منځ بې باوري او بې اعتمادي هم همدوی رامنځ ته کوله. کله چې ۲۰۱۴ انتخابات ډاکتر اشرف غني وګټل یوه مشوره چې حامد کرزي ورکړه دا وه چې دی باید په امریکا ډېر باور ونه کړي او روابطو ته له هماغه ځایه ادامه ورکړي، کوم ځای ته چې دوی رسولي خو متأسفانه داسې ونشول.
ډاکټر اشرف غني د ۲۰۱۴ له انتخاباتو مخکې خپل منشور کې بهرني سیاست لپاره هم یوه تګلاره نشر کړې وه. دې تګلارې پنځه حلقې درلودلې. په تیوریکي ډول د ډاکټر اشرف غني تګلاره یوه واقعي تګلاره وه، داسې تګلاره چې امریکا په اولو حلقو کې وجود نه درلود او تر ډېره په سیمه ایز نښلون څرخېدله. دا هغه څه ؤ چې د صفحې پر مخ ول خو حقیقت کې ډاکټر غني خپله تګلاره د خپلې دندې په اوله ورځ، امریکا سره د امنیتي تړون په امضاء کولو رد کړه.
امنیتي تړون سیمې ته تشویشونه ډېر کړل، سیمې ته دا مالومه شوه چې ډاکټر اشرف غني غواړي‌ امریکا افغانستان کې پاته کړي، همدا د دې لامل ؤ چې د ډاکټر غني د بهرني سیاست تګلاره هماغه سې د ورقو پر مخ پاته شي.
واقعیت دا دی چې د امریکا شتون کې د آزادۍ بهرنۍ پالیسۍ جوړول ممکن نه دي ځکه لوی هیوادونه دې لپاره واړه هیوادونه نه لاندې کوي چې هغوی خپل تصامیم خپله ونیسي بلکې ددوی د بر لاسۍ مفهوم همدا دی چې وتوانېږي له وړو هیوادونو د وسیلې په توګه استفاده وکړي.
دا چې اوس هم له نظامي حضور وروسته امریکا غواړي‌ د مالي کومکونو، نظامي همکاریو او نورو وسائلو له لارې خپله ستراتیژي پر مخ بوزي، بیا هم د هماغې وخت تکرار دی چې مونږ دا ۲۰ کاله تجربه کړی. له دې امله سوله یواځینۍ لار ده چې په نتیجه کې یې جګړه ختمیدلای او یو داسې حکومت جوړیدلای شي چې وکولی شي په خپله خوښه خپله بهرنۍ پالیسي ترسیم کړي.‌
په فرضي ډول که چېرته داسې حکومت جوړ شي چې بهرني سیاست او خپلو تصامیمو کې آزاد اوسي باید په دقت د نوې بهرنۍ پالیسۍ په اړه فکر وکړي. مونږ باید داسې بهرنی سیاست پر مخ بوځو چې د احساساتو، عواطفو او تنګ نظرۍ پر ځای په واقعیتونو، درک او بصیرت بناء وي.
زما په اند افغانستان باید خپل بهرني سیاست کې لوېدیځ پر ځای ختیځ ته مخه کړي.‌ دا چې ولې باید افغانستان دا کار وکړي، لوی بحث دی خو زه په لنډه بڼه څو مهمو نکتو ته اشاره کوم.‌
۱ امریکا، ناټو او د ناټو ملګري هیوادونه مونږ تېرو ۲۰ کلونو کې تجربه کړل.‌ د دې تجربې د ناکامۍ لپاره له دې بل لوی دلیل نشته چې امریکا د افغانستان حکومت سره په داسې وخت کې خپل فزیکي حضور سر ته رسوي‌ چې حکومت د خپل لنډ تاریخ په بدترین وخت کې قرار لري. دا هغه وخت دی چې حکومت له ټولو زیات ناټو امریکا ته اړتیا لري خو دوی یې په اړه بې تفاوته دي. زما په اند دا له دې امله نه ده چې ګنې امریکا نه غواړ‌ي د افغان حکومت ملاتړ وکړي بلکې دا د امریکا د ستراتیژۍ برخه ده چې غواړي حکومت د سرطان د مریض په شان، داسې حالت کې پرېږدي چې نه یې مرګ په نصیب وي‌ او نه هم د رغېدو امید لري.‌ امریکا ځکه دا کار کوي‌ چې زمونږ شا او خوا هیوادونو کې امریکا دوست نه لري، دلته سیمه په ټوله کې د دوی دښمنه ده او دوی غواړي سیمه له همدې ځایه کنترول کړي.‌ دا چې امریکا وتوانېږي دا هدف لاسته راوړي، باید افغانستان کې حالات داسې وي چې دوی ترې استفاده وکړای شي.‌ د سولې او مستقر حکومت په شتون کې ښايي امریکا ته دا استفاده مشکله وي.‌
۲ د امریکا او چین د سیاسي رقابت له تناظره چې زمونږ دهیواد آیندې ته ګورو، که چېرته افغان حکومت د امریکا په بلاک کې پاته شي، له دوی به د چین او د سیمې نورو هیوادونو پر وړاندې یواځې د وسیلې په توګه استفاده کوي‌ ځکه چې امریکا داسې یو هیواد ته زمونږ په سیمه کې اړتیا لري چې د چین او روسیې په انګړ کې نا امنه اوسي.‌ زما په اند دا فیصله دوی له ډېر وخته په افغانستان کړې.
۳ همدا راز چین او روسیه د دې اړتیا لري چې له خپل انګړه نا امني ختمه کړي او نسبي سوله اوسي تر څو دوی آزاد اوسي چې د نړۍ په نورو ځایونو کې د امریکا شتون چیلینج کړي. که د دوی انګر کې دننه ورته جنجال جوړ وی دا ممکنه نه ده چې دوی بل ځای کې مؤثر رول ولوبولا شي.‌ آینده افغان حکومت ته دا لوی فرصت دی چې د دې لویو شرقي هیوادونو له مجبورته، له دوی استفاده وکړي.‌
۴ د هیواد شا او خوا د سیمې په هیوادونو کې هم بیا دوه داسې بلاکونه دي چې دا مهال قوي فعالیت لري، یو بلاک چین، پاکستان،‌ ترکیه او بل بلاک روسیه او ایران دي. دا هم لوی بحث دی چې افغانستان بیا د دې دوه بلاکونو تر منځ د کوم مثلث برخه اوسي.‌ زما په اند د دې دوه بلاکونو تر منځ بیا افغانستان ته د ناپیلتوب سیاست غوره کول پکار دي،‌ افغانستان باید دا ټول هیوادونه سره په اقتصادي بڼه ونښلوي. ممکن دا اقتصادي نښلون د دې سبب شي چې افغانستان د پردیو د جګړې د میدان پر ځای اقتصادي څلورلارې شي.
تر هغې چې مونږ له خپل هیواد څخه د خپل همسایه پر ضد د بل کلي ملک نه وي ځواب کړی، نه به زمونږ سوله په نصیب شي او نه به دا سیمه استقرار وګوري.‌

لیکوال عبدالحی قانت د مالیزیا هېواد نړیوال پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د ماسترۍ کچې محصل او د نړیوالو سیاسي چارو شنوونکی دی.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Hits: 1375

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.