ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاوېد کوټوال

زه نن سهار دفتر ته له تللو وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ته لاړم؛ دغه وزارت ته به ښایي اته نیمې بجې رسېدلی وم. په بهرنیو چارو وزارت قونسلي ریاست کې ګڼه ګوڼه تر پرون ډېره وه، د یاد ریاست د ودانۍ مخ کې مې د چارو ادارې د حقوقي ریاست ريیس اجمل هوډمن او د مطبوعاتو رئیس خوشال خلیل او یو بل کس هم ولیدل چې په خپلو کې یې سره ګرم مجلس درلود.

د یاد ریاست تل خونې ته لاړم، څو د خپلو اسنادو پوښتنه وکړم، خو د ... هاشمي په نوم یو مسوول کس راته وویل چې کار دې نه دی خلاص شوی، د تصدیق لپاره د خلکو اسناد بې حده ډېر راغلي. سبا ته راشه. له بهرنیو چارو وزارت راووتم او ارګ ته پلی روان شوم.

د استقلال لېسې، سرینا هوټل او پښتونستان له څلورلارې سره د موټرو ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وه، ټول ولاړ وو.  خلک پر پلو لارو چټک چټک روان وو او اکثرو یې د طالبانو او ولایتونو د نیولو خبرې کولې. دوه درې ځلې مې دا هم له خلکو واورېدل چې موږ خو څه نه دي کړي، عادي خلک یو او طالبان موږ ته هيڅ نه وایي... .

نن سهار د طالبانو له خوا د ننګرهار او لغمان ولایتونو د نیولو خبرونه هم ورکړل شول، خو لا هم په رسمي ډول تايید شوي نه وو. د پل یک پیسه ګي دروازې له لارې چې د چارو ادارې محوطې ته ننوتم، چا راته زنګ وکړ، ویل یې چې د پي پي اېس کارمندانو د بې وسلې کولو اوازه ده. ما ورته وویل چې زه یې همدا اوس وینم چې منظم او وسلې پر غاړه دندې ترسره کوي.

د کانونو وزارت د پخوانۍ ماڼۍ، ملي تدارکاتو ادارې او چارو ادارې په مخ کې د خلکو ګڼه ګوڼه د پخوا په شان وه. زه د یوه دفتري کار او له بانک (میوند بانک څانګه) نه د پیسو اخیستلو لپاره د چارو ادارې انګړ ته لاړم، پر بانک تر حد زیات بیروبار ؤ.

له دې ځایه د ارګ داخل ته روان شوم، د جنګي دروازې چپ لوري ته چې د اداري تعمیر په نوم یادیږي، ننوتم.  دلته هم کارکوونکي د پخوا په څېر پر کارونو بوخت وو.

د تېر په شان تلاشۍ هماغسې دقیقې او سختې ترسره کېدې.

له اداري تعمیر نه د حرم سرای خوا ته رهي شوم، هلته زموږ کاري دفتر ؤ.

د حرم سرای په حويلۍ کې مخکنی ولسمشر محمد اشرف غني ناست ؤ او د پي پي اېس پهرې ورباندې ولاړې وې. کله به چې ولسمشر د حرم سرای په حویلۍ کې ملاقاتونه درلودل، نو دفتر ته زموږ لاره بېله وه او له عمومي دروازې نه له ننوتلو وروسته به ښي لوري ته په تونل کې داخلېدو.

شاوخوا لس نیمې بجې وې چې دفتر ته ورسېدم؛ د دفتر له کړکۍ مې د حرم سرای حویلۍته وکتل، ولسمشر پر چوکۍ ناست ؤ او څه یې مطالعه کول. د ولسمشر غني د کېناستې ځای لږ څه وړاندې زموږ د دفتر مخامخ ؤ.

دا وخت په فیسبوک کې هغه ویډیو خپره شوه چې د طالبانو په واسطه د میدانښار نیول کېدل ښکارېدل.

ماته یوه ورځ وړاندې (شنبه)، په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي، ښاغلي محمد اکرم خپلواک وویل چې طالبان کابل ته د جګړې او زور له لارې نه راننوځي، بلکې له تفاهم وروسته به یې لومړی مشران راځي او د نوي حکومت په اړه به خبرې کېږي. په همدې سهار ښاغلي خپلواک له ولسمشر سره په لسو بجو لیدلي وو.

څه کم یوولس بجې وې چې بیا مې د ولسمشر لوري ته وکتل، دا مهال په عربي جامو کې یو شخص او د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ورسره ناست وو. له معلوماتو وروسته څرګنده شوه چې دا شخص د عربو متحده اماراتو په امنیت شورا کې د افغانستان د برخې مسؤول، ښاغلی سیف خرباش ؤ.

ښه مې یاد شي، له غرمې مخکې ۱۱:۱۱ وې چې د فیرونو اوازونه مې واورېدل، ما زر د ولسمشر خوا ته وکتل او ومې لیدل چې ولسمشر په ډېره چټکۍ د حرم سرای هغې برخې ته ننوت، کوم چې هلته د اوبو یو حوض هم موجود دی او دلته به پخواني ولسمشر  حامد کرزي د نړۍ له نورو ولسمشرانو سره کله ناکله مطبوعاتي کنفرانسونه ورکول.

په همدې مهال د پي پي اېس یو ساتونکی چې زموږ د دفتر په مخ کې پر برنډه پهره ؤ، هم په ځغاسته د ولسمشر خوا ته لاړ.

زه هم له دفتر نه راووتم او د حرم سرای له بلې دروازې چې د کوتي باغچې او شب جمعې د قصرونو خوا ته ده، پر لور روان شوم. له دروازې نه د وتلو په وخت کې د پي پي اېس ساتونکي راته وویل چې د چهارچنار ماڼۍ په څنګ کې د بیرغ خوا ته لاړ شم.

چپ لاس ته مې چې وکتل، ښایي پنځلس یا شل زرهي موټر چالان وو او د تاوېدو راتاوېدو په وخت کې یې د ټیرونو اوازونو انګازه کوله.  زه هم په عجله له ارګ نه د وتلو په تکل کې وم.

د بیرغ لاندې ته په رسېدو مې ولیدل چې د سنګي قصر او امنیت شورا له ماڼیو نه ډله ډله کسان په ډېره بېړه د وتلو په حال کې وو.  وحید عمر او د امنیت شورا معاون فاضل هم په دې ډله کې وو. دا مهال دوه زرهي موټرونه چې CD نمبر پلېټونه یې درلودل، په ډېر سرعت د بیرغ له تونل نه ووتل.

جنګي دروازې ته له رسېدو سره ګڼه ګڼه زیاته شوه؛ ځکه له نورو تعمیرونو هم خلک په ځغاسته وو. له جنګي دروازې نه بهر، په کیڼ لاس کونج کې د پي پي اېس ټېم لیډر (قاري امان) له یو بل کس سره خبرې کولې او په لوړ اواز یې ویل چې هیچ کس برایم جواب نمیته، کوچی (قاهر کوچی، د ولسمشرۍ ساتنې ریاست ريیس) را ګفتم که چه کنم، هیچ جواب نداد، مه مسؤولیت دارم...)

ما هيڅکله هم د پي پي اېس ساتونکي داسې بې وسه او عاجز نه وو لیدلي. حیران حیران یې یوه لوري، بل لوري ته کتل. زه په جلتو قدمونو د اریانا دروزاې خوا ته په سړک روان شوم، سړک د ارګ له کارمندانو ډک ؤ او ټول وارخطا روان وو.

د شنبې په ورځ د اریانا له لارې ارګ ته د لوړپوړو کسانو له موټرونو پرته، پر نورو موټرونو د ننوتلو بندیز لګېدلی ؤ.

د شش درک له دروازې د اریانا څلورلارې ته په راغلي سړک لا هم هماغسې پهرې ولاړې وې او موټرونه په دقیق ډول څارل کېدل. کله چې د شش درک له دروازې ووتم، پر سړک د موټرونو ازدحام جوړ ؤ. دا چې د شش درک سیمه په شنه ساحه کې شامله وه، نو پخوا به هر موټر پر دې سړک نه شو تېرېدای.

موټروان ته مې وویل چې باید د یوه ضروري کار د ترسراوي لپاره طلایي ښارګوټي ته لاړ شو. له پُل محمود خان سره د موټرونو بد حال ؤ او بې شمېره خلک هم پلي چټک چټک د حضوري چمن پر لور روان وو. ښایي په ۴۵ دقیقو کې به طلایي ښارګوټي ته رسېدلی وم.

له هغه ځایه مو ژر حرکت را وکړ او د پُل محمود خان له لارې مې خوشال خان مېنې ته د تګ لپاره موټروان ته لارښوونه وکړه. له طلایي ښارګوټي نه تر پُل محمود خان پورې ازدحام ډېر نه ؤ، خو د سړک بلې غاړې ته ګڼه ګوڼه ډېره زیاته وه.

د دفاع له وزارت سره په څنګ سړک کې یو یو موټر لیدل کېده او ټول په چټکۍ سره روان وو. د ۰۵ دروازې (د دفاع وزارت ته څېرمه، ارګ ته د ننوتلو دروازه) سره د تېرېدو پر مهال مې ولیدل چې د پي پي اېس ساتونکي پر وسلو سمبال او اماده ولاړ وو.

ښایي دا مهال به له غرمې وروسته یوه بجه وه. تر دې ځایه مو هېچېرې طالبان ونه لیدل.

د دهن باغ تر څلورلارې د موټرو ډېر ازدحام نه و، یادې څلورلارې ته په رسېدو د مخې ته تلو لاره بنده شوه. موږ د بهارستان د غره او کوڅو له لارې باغ بالا او خوشال خان مېنې ته ځان برابر کړ، دا لارې هم سختې بندې وې، پنځه بجې افشارو ته ورسېدو.

تر دې ځایه مو هم طالبان چېرې ونه لیدل.

د لارو په اوږدو کې د کورنۍ د غړو او دوستانو زنګونه راتلل، موږ به همدا یوه پوښتنه کوله چې طالبان چېرې را ورسېدل، ومو ولیدل که نه؟ هيچا مثبت ځواب نه راکاوه. هر چا پر فېسبوک حوالې ورکولې.

کور ته په رسېدو، پر فېسبوک د پخواني ولسمشر حامد کرزي ویډیو خپره شوه او خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې دی همدلته دی، له امنیتي او طالبانو له ځواکونو یې وغوښتل چې د خلکو امنیت او سلامت ته پام وکړي.

د ده ویډیویي پیغام چې د "عاجل" نوم یې ورکړی ؤ، داسې وخت خپور شو چې د مخکني ولسمشر محمد اشرف غني د فرار اوازه ورته رسېدلې وه.  دا په داسې حال کې وو چې د پي پي اېس څو ساتونکي د ښاغلي کرزي کور ته ورغلي وو او هغه یې د دې پېښې په اړه خبر کړی ؤ.

د باخبره سرچینو د معلوماتو پر اساس، دغو کسانو دا هم ورته ویلي وو چې د ولسمشر غني په موټرونو کې پیسې پاتې دي او د پي پي اېس نورو ساتونکو ورباندې چور تالان پیل کړی دی.

ښاغلي کرزي په دې وخت کې د دفاع وزیر بسم الله خان ته زنګ کړی ؤ او د حالاتو د کنټرول لپاره یې ترې مرسته غوښتې وه. بسم الله خان ورته ویلي وو چې دی په هوایي ډګر کې په نظامي قول اردو کې دی، راتلای نه شي او که ممکنه وي چې ښاغلی کرزی دې هلته ورشي.

ما دا وخت د پي پي اېس ځینو دوستانو ته زنګونه وکړل، خو ځیني یې له ارګه وتلي وو او ځینې یې په مختلفو برخو کې لا هم هلته موجود وو.

دوی ویل چې هيڅوک نشته او ارګ خالي دی. ځینې یې بیا ماښام له دفترونو وتلي وو او خپل هر څه یې هلته پرېيښي وو.

د معلوماتو او سرچینو پر اساس، پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو هغو چورلکو په واسطه چې نور کله به یې نږدې ولایتي سفرونو کې کارولې، ازبکستان ته لاړ او له هغه ځایه وروسته د چارټر شوې الوتکې په واسطه متحده اماراتو ته لاړ.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.