ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بریا او خلاصون یواځینۍ لار!
د بریا او خلاصون یواځینۍ لار!

لیکوال : حمدالله همدرد

کله چې په ۲۰۰۱ کال کې نړیوالو ځواکونو پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې سقوط کړ، انتقالي، مؤقت او بلآخره انتخابي حکومتونه رامنځته شول، سیسټم او قانون رامنځته شو، ملي اردو، پولیس او امنیت فعاله شول، د اجرائیه قوې تر څنګ قضائیه او مقننه قواوې هم رامنځته شوې. تېر ته په کتو د تعلیم او لوړو زده کړو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه رامنځته شول. سړکونه او بندونه جوړ شول، فابریکې او تأسیسات جوړ شول، مدني ټولنې او سیاسي ګوندونه رامنځته او فعاله شول، د بیان آزادي حق په عمل کې ولیدل شو. ددې ټولو نسبي پرمختګونو تر څنګ د نړیوالو مرستو او مداخلو پر مټ ځیني د قوت جزیرې هم رامنځته شوې چې تل د مرکزي حکومت د کمزورتیا او یا د حکومت د برنامو د تطبیق په برخه کې د خنډ او ځنډ باعث ګرځیدلي دي چې کله نا کله یې حکومت ته ګوت څنډنې او ګواښونه هم کړي دي.
دا د قوت جزیرې چې په لومړیو کې د نړیوالو مالي مرستو او په وروستیو کې د حکومت ګمرکونو او عایداتي سرچینو باندې د کنټرول پر مټ دومره پیسه داره شول چې مرکزي حکومت ورته هیڅ برېښیده. حتي داسې حالات را ورسیدل چې مرکزي حکومت د دوی له خوښې پرته د دوی د اړوند ولایتونو والیان، امنیه قوماندانان، ولسوالان، د ملي امنیت منسوبین، څارنوالان او قاضیان هم په خپل سر نشوی ټاکلی او باید چې له دوی سره پرې مشورې شوې وای.
بدبختانه دوی ددې لپاره چې خپلې شتمنۍ او دارایي وساتي، د حکومت ځینو کړنو ته یې سمتي، قومي او مذهبي رنګونه ورکول څو ولس وغولوي او د حکومت په مقابل کې مقاومت پیاوړی او خنډونه رامنځته کړي، په داسې حال کې حکومت مجبوریده چې هم د دوی پر وړاندې انعطاف وښیي او هم د دوی لخوا د پیسو پر زور را پورته شوي ولس خبرې واوري او غوښتنې یې ومني.
مونږ ولیدل چې د علیپور لخوا د ملي اردو الوتکه وویشتل شوه او د هېواد پیاوړي پیلوټان او د هوایي ځواک عسکر پکې شهیدان شول او خپل دې کار ته یې قومي بڼه ورکړه، بدختانه د علیپور په ټول قوم کې چا د علیپور کړنه ونه غندله. مونږ دا هم ولیدل چې د قیصاري لخوا د هېواد پیاوړي کمانډویان شهیدان شول او د قیصاري د ټول قوم لخوا چا یاده کړنه ونه غندله. مونږ دا هم ولیدل چې د عطامحمد نور لخوا د بلخ والي او امنیه قوماندان نه منل کېدل او وسلوال غبرګونونه یې وښودل. مونږ دا هم ولیدل چې د ملي جنبش مشر عبدالرشید دوستم لخوا فاریاب ولایت ته د حکومت لخوا ګمارل شوی والي رد شو او خپل قوم یې وهڅاوه څو د حکومت په مقابل کې وسلوال مقاومت وکړي چې بلآخره د حکومت رهبري د دوی غوښتنو ته لبیک ووایه او بل والي یې ورته معرفي کړ. مونږ دا هم ولیدل چې ځینو د بهرنیو په ملاتړ د مقاومت دوهم نسل په نوم غونډې جوړې کړې، د افغانستان ملي سرود او بیرغ ته یې سپکاوی وکړ، په غر او فش یې ټولې ټولنیزي رسنۍ بوختې او ډکې وې.
د یادو ډلو ټپلو لخوا پورته یادې شوې ټولې کړنې ددې هېواد د نظام د کمزورتیا باعث ګرځېدلې دي. هر هغه شخص چې ځان یې د قوت جزیره او له حکومت څخه لوړ او زورور بللو او د نظام پرېکړو ته یې درناوی نه درلود، د دوی ټولو مغزو هغه وخت کار وکړ کله چې طالبانو د دوی اړوند ولایتونو باندې بریدونه وکړل او د دوی په شتون کې یې ټولې ولسوالۍ ترې ونیولې. دوی دا حس کړ چې د دوی ولسي ملاتړ یواځې د پیسو په مقابل کې وو او د اصلي جنګ په وخت کې هیڅوک هم د دوی تر څنګ پاتې نشول.
دا چې په هېواد کې د بشپړ امنیت نه درلودلو په وجه د نظام رهبري او کارمندان نشي کولای چې د خپلو ټولو عایداتي سرچینو څخه عواید په سم ډول را ټول او نظام پرې پیاوړی کړي، له دغې کمزورتیا څخه په ټولو هغو ولایتونو کې چې ګمرکونه شتون لري، مافیایي کړۍ فعالې دي او ناوړه ګټه ترې اخلي، هم د ګمرکونو له لارې قاچاقي کارونه تر سره کوي، هم یې په ګمرکونو کې خپل اشخاص او افراد د پیسو په زور ګمارلي دي، هم له قضایي او عدلي ارګانونو سره اړیکي لري، هم یې په امنیتي او نظامي برخو کې خپل کسان ګمارلي دي او هم په لسګونه شخصي محافظین ګرځوي او ددې تر څنګ خبریالان، فیسبوک چلوونکي او مدني فعالان هم د دوی په خدمت کې وي. د ګمرکاتو څومره پیسې چې حیف و میل کیږي، هغه د همداسې کړیو لخوا کیږي البته ددې تر څنګ طالبان هم ددې باعث دي چې له ګمرکاتو څخه بشپړ عاید دولت ته ورنکړل شي ځکه چې طالبان له سوداګرو څخه جلا محصول غواړي او وخت په وخت د سیمي د مافیایي کړیو سره په همغږۍ د ګمرکاتو هر مامور په مرګ ګواښي چې د ګمرک ډېری مامورین له همدې کبله ووژل شول، کمینونه ورته ونیول شول او چاودنې پرې وشوې چې د دوی خبره یې نه منله.
اوس خبره داده چې آیا دغو مافیایي کړیو د ولسوالیو په سقوط کې نقش درلود؟ البته چې ځواب مثبت دی. دوی ته نظام مهم ندی او یواځې شخصي ګټې ورته لومړیتوب لري. دوی ټول عمر په همدې تورو پیسو را تېر کړی او ځانونه یې پړسولي دي چې دا کار یې د زورواکۍ فرهنګ حاکمیدو او د نظام کمزوري کېدو باعث ګرځیدلی دی.
په تېره او روانه میاشت کې مونږ ولیدل چې کله طالبانو بریدونه شدید کړل نو ټولې هغه کړۍ چې له داخل څخه د حکومت د کمزوري کېدو باعث ګرځیدلې وې، ماتې او وپاشل شوې او بلآخره هیڅ قومي، مذهبي او سمتي شعارونو کار ونکړ او دوی په دې پوه شول چې دوی هیڅ ډول ولسي ملاتړ له ځان سره نلري او مخکې به یې چې د حکومت پر وړاندې خلک را پاڅول هغه ټول یواځې د پیسو په مقابل کې وو.
اوس ټولو ډلو ټپلو د خپلو شتمنیو او ځانونو ساتلو په خاطر د نظام غیږې ته ځانونه واچول. دوی پوه شول چې د دوی قوت او پاړسوب حقیقي نه وو بلکې دروغجن او یواځې مافیایي شکل یې درلود. جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوی اختر په ورځ د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: هغه نظامیان چې په واسطو ګمارل شوي وو، ټولو په بزدلانه ډول میدان پرېښود او ولسوالۍ ترې سقوط شوې. دا یو تریخ حقیقت دی ځکه هغه خلک د امنیت ټینګښت پخاطر نه وو مقرر شوي بلکې د همدې مافیایي کړیو د غیرقانوني شتمنیو ساتلو او د دوی قاچاقي سوداګریو تر سره کولو په خاطر د دوی لخوا ګمارل شوي وو. دوی د وطندوستۍ د حس له مخې دندې نه تر سره کولې او د هېواد پر عسکرو همدا ډول خلکو معاملې کولې.
آخري خبره دا چې اوس د خلاصون یواځینۍ لار همدا ده چې په نظام کې شته مافیایي کړۍ وځپل شي او د قوت کاذبې جزیري له منځه یوړل شي، د نظام رهبري او شاوخوا لوړ پوړي چارواکي په صادقانه ډول خپل هېواد ته د خدمت کولو مټې بډ وهي، د نظام رهبري باید په منسجمه او پیاوړې هسته بدله او د یو امر تابع شي څو امنیتي ځواکونه، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې، قومي مشران او ځوانان د الکترونونو په شکل په منظم ډول د هستې پر شاوخوا مدارونو وڅرخیږي. که دا کار وشي نو هیڅوک به ددې هېواد د نیولو او نظام د سقوط کولو خوبونه ونه ویني.
زه په دې باور یم چې د ټولو قومونو، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، ځوانانو او مېرمنو پت او عزت په یو پیاوړي نظام کې نغښتی دی. هیڅکله هم د نظام په کمزوري کولو او شخصي ګټو په ساتلو او پاللو سره د ځان لپاره عزت او نیکنامي نشو تر لاسه کولای.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.