ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالصمد ازهر

طالب چارواکي رابولم چې دا ليکنه مې په ځير ولولي او په ښه نيت سره ورته پام وکړي. اشرف غني ته مې هم ليکل، طالبانو او هر چا ته هم چې د قدرت پر ګدۍ ناست وي، له تېروتنو او ګړنګونو ته له لوېدو د هېواد ژغورلو په موخه، د خپلې پوهې او تجربې په اندازه نظريات وړاندې کوم. که پر چا ښه لګېږي يا بده، مني يې يا مسخرې پرې کوي، د دوی کار دی؛ زه خپل ايماني او وجداني مسوولیت ادا کوم.

دا لړۍ به په راتلونکي کې هم کله کله که روغتيا اجازه راکوله، مخ ته بيايم.

څه پټه خبره نه ده چې زما او ستاسو د ټولنيزو نظرياتو او مباديو ترمنځ پراخ واټن شتون لري، خو دا واقعيت هم منم چې تاسو په هره وسيله چې وه، وګټله.

ستاسو ګټل دوه خواوې لري:

لومړۍ خوا يې مثبته خوا ده چې د نړۍ ډېر غښتلی استعماري زبرځواک مو وپرځاوه او سياسي خپلواکي مو بېرته ترلاسه کړه چې دا بری دې ټولو ته مبارک وي. همدارنګه د جګړې او وينې تويېدو پای، د امنيت خوندي کېدل، د بېلتون غوښتونکو خولو تړل کېدل، د موازي حکومتونو شنډېدل، د چور، تالان او لنډغريو کمپله ټولېدل، هغه سترې لاسته راوړنې دي چې څوک يې له پامه نه شي غورځولی.

دويمه خوا يې هغه خوا ده چې افغان ولس او په ځانګړې توګه روڼ اندي او لوستي کسان، ځوانان او ښځې او همدارنګه نړيواله ټولنه ترې اندېښنه لري. پر دې اندېښنو به بېل بحثونه ولرو او د حل لارې به وړاندې کړو.

ځيني خلک ستاسو په مقابل کې د وسله وال پاڅون او مقاومت خبرې کوي؛ زه وايم ولس ډېر ستړی دی او نور د جګړو غځولو زغم او توان نه لري. د اسلاميت او انسانيت حکم هم دا دی، په هغې لارې ولاړ شو چې سوله او ورورولي راولي، نه دا چې واټنونه لا پراخ او دښمنۍ وزېږوي. سره له ټولو فکري توپيرونه چې زما او ستاسو ترمنځ شته، زه په دې اند يم هر څنګه چې کېږي د دې ځپل شوي ولس نيمې پېړۍ غميزې ته بايد د پای ټکی او پر پرهارونو يې پټۍ کېښودل شي.

ټولنه بايد د يوې عادلانه سولې په فضا کې روحي او مادي هوساينې او بسياینې ته لار ومومي؛ په همدې موخه غواړم په ډېر اخلاص او بې طرفۍ سره هغه څه درسره شريک کړم، کوم چې د وطن، زما، ستا او د ټولو په ګټه او له اسلام او اوسنيو غوښتنو سره برابر وي.

ستاسو واکمني به هله بريالۍ او ټول ملت ته په زړه پورې وي چې لاندو ټکو ته ژوره پاملرنه وکړئ:

- د اوسني عصر غوښتنې:

د اوسنۍ زمانې واقعيتونه درک او څومره چې کېدای شي ځانونه ورسره عيار کړئ. دا واقعيتونه به د ځينو له دودونو سره برابر نه وي او ځکه به يې بدعت او کفر ګڼي، خو د اوسني عصر غوښتنې څوک په زوره شا ته نه شي بيولی. تاسو په خپلې لومړنۍ واکمنۍ کې له عکس، فیلم، ويډیو، ټلويزيون، پنډوسلوبو (توپ بازي) او داسې نورو سره حساسيت او مخالفت درلود، خو زه وينم چې اوس تاسې تر هر چا زيات له اوسنۍ ټکنالوژۍ، لوبو او کلتور نه ګټه اخلئ. دا ښکاروي چې پوه شوي ياست، دا ټول ضرورتونه دي نه بدعت. همداسې يې در واخله؛ د اوسني عصر تعليمي نصاب، د نجونو او ښځو زده کړې، د دوی کار او فردي او ټولنيزو حقونو ته پاملرنه، د خلکو د وقار او فردي ازاديو ساتنه، دوی په مختلفو پلمو نه تعجيزول او په جزايي برخه کې هم معتدل عدالت پلی کول، د خلکو زړونو ته د لار موندلو رازونه دي، که نه د خپلې لومړۍ واکمنۍ په شان به د خلکو له کرکې سره مخ شئ.

- قبايلي او زاړه سنتونه له دين سره توپير لري:

اوسني او پخواني، خپل او پردي قبيلوي دودونه د دين په نامه پر خلکو مه تحميلوئ، مباحيات او مستحبات د فرايضو مقام ته مه بيايئ. د عرب شيخانو او اميرانو له خوا تحميل شوی حجاب چې نه له اسلام سره سر لګوي او نه د اوسني عصر د کاروبار او ايجاباتو سره، د ديني فرايضو جامه مه وراغوندئ. وخت تغيير کوي او ورسره دودونه او ټولنيز سنتونه هم بدلون مومي. په دين کې عَرَضي احکام له ذاتي احکامو نه بايد بېل کړل شي او سوچه ذاتي احکام ديني وپېژندل شي نه هر عرضي دود چې د حاکمه قدرتونو او لاسپوڅو «عالمانو» له خوا د تاريخ په اوږدو کې پر دين تپل شوی دی. د چا په ږيره او کاليو هم کار مه لرئ. پرېږدئ د هر چا خوښه چې دريشي اغوندي یا کميس او پرتوګ، پګړۍ تړي، خولۍ په سر کوي يا سرتور ګرځي. ستاسو په مخ کې ستر وظايف او مسووليتونه پراته دي. هغو ته ځانونه ورسوئ، څو د الله او بنده رضا وګټئ.

- ملي ارزښتونه:

ملي او تاريخي ارزښتونو ته درناوی وکړئ او دا له پامه مه غورځوئ چې همدغه ګډ تاریخ او ارزښتونه دي چې ګرد ولس او ټول قومونه يې د افغان تر نامه او تر يوه ملي بيرغ لاندې سره يو کړي دي. په لومړي سر کې ملي بيرغ چې تاريخي، ملي او اسلامي ستر ارزښت لري، د ملي سمبول په توګه وپېژنئ او پر دولتي ماڼيو او سياسي نمايندګيو يې ورپوئ. دا چاره ستاسو مقام د ننه په هېواد کې او همدارنګه د باندې په نړۍ کې لوړوي. ستاسو سپين بيرغ هم د هر ګوند او خوځښت د سمبولونو په شان، کېدای شي ستاسو د خوځښت په داخلي ناستو او ځانګړو فعاليتونو کې د ملی بيرغ تر څنګ اوچت شي. ملي بيرغ د هیچا شخصي ملکیت نه دی او نه په کوم خاص دولت يا رژيم پورې تړلی دی. هغه پرونۍ ورځې چې تاسې د خپل حرکت د پېژندلو په موخه له سپين بيرغ نه ګټه اخيستله اوس تللې دي او تاسې د قدرت پر ګدۍ ناست او ملي بيرغ اوس ستاسو د قدرت او دولت ښکارندوی دی.

له اسلام نه مخکې زموږ په سيمې کې پخوانيو اديانو او عقايدو شتون درلود. د هغو پاتې اثار اوس زموږ د تاريخ او هويت برخې جوړوي. له دغسې اثارو سره دښمني او ورانول له خپل تاريخي هويت سره دښمني ده. همدغه پخواني اثار دي چې زموږ د پخوانيو مدنيتونو ښکارندوي دي او د توريزم په جلبولو له ملي اقتصاد سره ستره مرسته کوي. تاسې په خپل تېر امارت کې ډېرې سترې تېروتنې وکړې. د باميانو تاريخي مجسمې او په موزيم کې که څه د جنګسالارانو له تالان نه پاتې وو، ستاسو په لاسونو وران شول؛ فيلمونه، تلوېزيونونه، کسټونه، رسمونه، عکسونه، د موسيقۍ الې او د تاسو له اذهانو سره نور بېګانه فرهنګي مظاهر، ستاسو د لاسونو قرباني شول. هيله من يم له تېرو نه مو عبرت اخيستی وي او که خدای دې نه کړي اوس بيا ورته تېروتنې تکرار کړئ نو له پيله د سقوط ګام اخلئ.

هغه افغاني لوړ ارزښتونه، لکه مېلمه پالنه، يو بل ته درناوی، امانت ساتل، جرګو او حجرو ته په درنه سترګه کتل، يو د بل لاسنيوی، د ټولنې ګټې تر خپلې برې ګڼل، ايمان او وجدان په پيسو نه خرڅول، حيا، له فساد او بدو نه شرم لرل،له خپل تاريخ او د وطن له ګوټ ګوټ او هر وطنوال سره مينه لرل او داسې نور چې د جګړو، د پرديو پليتو برنامو، د جنک او قوم سالارانو د شخصي ګټو خوندي کولو په موخه مخ په زوال تللي و، بېرته راژوندي کړئ.

- د غرض والا هېوادونو لاسونه لنډ کړئ:

بله کره خبره چې غواړم د خپل وطن د ښېګڼو او د زرغون خپلواک افغانستان د خوندي کولو په موخې درسره شريکه کړم دا ده چې: موږ په دې پوهېږو او څه پټه خبر نه ده چې خوځښتونه د مبارزو او جګړو په بهير کې باندنيو مرستو ته اړتيا لري چې تاسو به هم د خپلو کورنيو او دفترونو د خوندي کولو او نورو موخو په خاطر دارنګه اتکاوې لرلې وي، خو هوښيار او رښتيني وطنپالونکي هغه وي چې د بري په وخت کې له دې مرستندويانو نه مننه او د ډېرو ښو دوستانه اړيکو له ادامې سره، د خپلې خپلواکۍ او د ملي ګټو په ساتنې کې په ډېرې زيرکۍ او با مسووليته لرليد سره چلند کوي. دا بايد هيڅ کله هېر نه کړو چې هيڅ پردی هېواد، که هرڅومره نږدې اشتراکات هم ولري، د خداي لپاره او بې غرضه مرسته نه کوي. زه پوره يقين لرم تاسې تر هر چا زيات پوهېږئ چې زموږ ګاونډيان ټول بُوڅ ناست دي او لټه کوي له کومې سوړې خپل د غرض لاسونه راوغځوي او خپل پخواني غځېدلي لاسونه لا هم پياوړي کړي. پر تاسو دا تور لګېدلی دی چې د پاکستان تر پياوړې اغېزې لاندې ياست. تاسو به، لکه چې ومې ويل، تر اوسه اړتياوې درلودې، خو اوس به ښه وي د لاسپوڅۍ تور له ځانه لرې او د پاکستان د لاسوهنې مخه ونيسئ. زموږ ټول روڼ اندي په دې عقيده دي چې امريکا او پاکستان ستاسو په واکمنۍ کې او د تاسو په مرسته په دې سيمې کې نور استعماري او د ګډوډۍ راوستلو ډېر خطير پلانونه لري چې افغانستان به د سيمې د جګړو او ګډوډيو محور پاتې شي. پر تاسو د دوی اوسني فشارونه او په دولت کې د ټولګډون په نامه د خپلو اجنټانو د ننوېستلو زيارونه، د همدغو ناروا پلانونو د پلي کولو لپاره بستر جوړول دي. په دې هکله که تاسې په دوحه کې له امريکايانو او يا په اسلام اباد کې له پاکستان سره، په پوهه يا ناپوهه، څه هوکړې کړې هم وي، اوس يې وخت دی چې په ډېرې هوښيارۍ او سوکه دیپلوماسۍ له دې شيطاني لومو نه ځانونه وژغورئ.

په لنډه: د امريکې زبرځواک د اشغال پای او د خپلواکۍ بيا خوندي کول ستاسو ستره لاسته راوړنه او وياړ دی. ګورئ چې يو استعمار د بل استعمار ځای ناستی نه کړئ. پاکستان د خپل پيدايښت له ورځې او په ځانګړې توګه له نيمې پېړۍ راهيسې زموږ د وطن په بې ثباتۍ او تباهۍ کې اخته دی. افغان ولس په عامه توګه، د پاکستان حکومتونه او ای اس ای ته د ستر دښمن په سترګه ګوري او سخته کرکه ترې لري. ستاسو محبوبيت له دې سره هم لوی تړاو لري چې د دې دښمن لاس زموږ له چارو نه څومره لنډوئ. موږ له پاکستان سره د دښمنۍ په خوا نه يو، خو له دوی نه په زغرده غواړو زموږ له خاورې سره د خپلې صوبې په څېر چلند ونه کړي او خپلې پليتې غوښتنې پر موږ تحميل نه کړي.

- ټول شمول حکومت:

د امريکا پلان دا و چې خپل زرخريد پخواني ټوپکسالاران - د فساد او چور ټلواله او د استخباراتو لاسپوڅي د ټولشموله حکومت تر عنوان لاندې په مذاکراتو کې تحميل کړي چې د اشرف غني ناببره وتلو او ستاسو اني ننوتلو دا پلان په پوهه یا په تصادف سره شنډ کړ. همدا اوس هم دوی له تاسو نه ټول شموله حکومت غواړي. د امريکا او پاکستان تعبير له ټول شمول نه همغه دی چې وويل شول، خو ټولشمول والی د سترو ملي اعتباروالا ګوندونو په تړاو د بحث مورد ګرځېدلای شي نه د غلو او د فساد مسلحو مافيايي ډلوسره. څرنګه چې په افغانستان کې په سمه مانا سياسي ګوندونه نشته او د ګوندونو په نامه ډلې ټپلې هيڅ يوه يې هم د ګوندونو له قانون سره سر نه لګوي او د ګوندوالي له متشکله عناصرو نه په دې دليل تشې دي چې له يوې خوا مسلحې ډلې دي او له بلې خوا افغانستان شموله نه دی - قومي، مذهبي او محلي رنګونه لري. نو په داسې حال کې د ټول شمول رښتينی او اصولي تعبير دا دی چې د افغانستان له هر ګوټ نه او د افغان ولس له ټولو اقشارو نه، له ځوانانو، ښځو، د پوهې او لوړو تحصيلاتو خاوندانو، متخصصانو او کارپوهانو نه په هر قوم او لوري پورې چې تړاو ولري، بې له تبعيض نه بايد حکومت ته راوستل شي. ستاسو ديني عالمان او د جوماتونو امامان که چېرې په سياست، حقوق، اقتصاد، انجنيرۍ، طب، تاريخ، تعليم او تربيې، ټولنيزو او بشري علومو او نورو ساحو کې لوړې زده کړې لري، نو کېدای شي د ټولنې له مختلفو قومونو او سيمو نه همدغو ته په دولتي مقامونو کې غوړه برخه ورکړل شي. که داسې نه وي نو د «تؤدوا الامانات الی اهلها» پر بنياد بايد د مسووليت چارې د کار اهل ته وسپارل شي. که دا اصل هېر کړو چې ترکاڼ، پښ، طبيب، سياستوال، انجنير، تاريخبوه، اکاډميک، ديني عالم او ملا که يو د بل پر ځای کېني نو هغه شی ترې جوړېږي لکه ستاسو ځينو سطحي او نابلده ملګرو يا سرتېرو چې د هليکوپټر پر پَرُو ټال خوړ، يا يې په هوايي ډګر کې د بکسونو د انتقال پر کمربند او یا ځينو نورو پر څرځي څوکيو د سړک په سر سپرلي خوړله. تصور کوم په پيل کې تاسې هم اړ ياست د خپلو ملګرو د غوښتنو رعايت وکړئ، خو خطر يې په دې کې دی چې د پخواني دولت په شان به لومړنۍ ايښودل شوې ډبرې بيا څوک نه شي بېځايه کولی. زما بې غرضه وړانديز دغه دی چې خپله کابينه او همدارنګه مرکزي او اطرافي اداره په واقعي توګه د ټولو قومونو له کارپوهانو نه ټولګډونه کړئ. مګر د پرون غټ فاسدان، چور سالاران او له افغانيت او ملي بيرغ نه منکران نه ښايي چې بيا تحميل شي.

- د ښځو حقونه:

له بده مرغه د پخواني جاهليت د وخت خويونه لا تر اوسه په افغانستان غوندې قبايلي او وروسته پاتې ټولنو کې شته والی لري. پخوانيو پاچايانو، اميرانو او ملايانو د دې پر ځای چې د خلکو د ظالمانه او انساني ضد دودونو او معتقداتو مخنيوی کړی وای او عادلانه اصلاحات يې پلي کړي وای، يا به يې په خپله هم وروسته پاتې فکرونه درلودل او يا به د ستونزو زېږولو له وېرې چوپ پاتې وو او ان تایید يې هم کاوه، خو اوس زمانه بدله ده او د افغانستان د وروستۍ نيمې پېړۍ سترو پېښو او بدلونونو تاثيرونه هومره پياوړي دي چې ټولنه هماغومره چې د زده کړې، پوهنې او علومو په اهميت پوه شوې ده، د ډېرو کلکو متحجرو عنعنو په هکله يې هم د خبرو د اورېدا زغم موندلی دی. په ځانګړې توګه که دا خبرې ورته د ديني عالمانو له خوا کېږي ډېر ژر يې منلو ته چمتو کېږي.

الله تعالی فرمایلي دي: و لقد کرّمنا بني ادم. د دې لوړ ارشاد پر بنياد نارينه او ښځه برابر کرامت لري او د دې کرامت پالنه او درناوی بايد وشي، نه دا چې د بُوده، مينځې، مال او شي حيثيت ته ټيټه او له بشري حقونو او انساني لوړ مقام نه بې برخې وګرځوله شي.

په حديث شريف اطلبوا العلم و لو بالصين کې هم خطاب عام دی د نارينه او ښځينه له پاره.

د الرجال قوّامون علی النساء په ايت کې نارينه د ښځې حمايت ته مکلف شوی نه بادارۍ ته. د دې مانا دا نه شي کېدای چې ښځه دې د مينځې حيثيت ته راټيته کړای شي او يا يې د دېوالونو تر شا زنداني يا سر تر پښو پورې يې د حجاب په نامه په کفن کې وپېچي. الله تعالی حتا د لمانځه پر مهال چې د رب په حضور کې بنده په عاليترين درجه د درناوۍ او خضوع کې درېږي او طاعت په ځای کوي، د ښځې لپاره دارنګه حجاب چې تاسې يې غواړئ، نه دی توصيه کړی. له کوچيانو نه نيولې زموږ د اطرافي پاک طينتو سوچه مسلمانو خلکو پورې چې په خپلو عقيدو، اخلاق او سَتر کې بې ساري دي، د اوسنيو عربو اختراع شوی حجاب څوک اصلاً پېژني نه. په يوه ساده پړوني کې زموږ د ښځو وقار تر هر چا زيات خوندي دي او د خپل نارينه تر څنګ يا يواځې، په کرونده او څړځای کې په ازادۍ سره کار هم کوي.

د څښتن تعالی له خوا هم د ښځو د زده کړې او کار په هکله هيڅ ممانعت وجود نه لري. ټوله ستونزه زموږ د نارينه سالارۍ او پېړيو فکري انجماد زېږنده ده. نارينه ولې يو ځل ځان د ښځې په ځای کې نه تصور کوي؟ که چېرې دود دا وای چې نارينه حجاب واغوندي څو يې سترګې ګناه ګارې نه شي او يا د کار اجازه ونه لري، د ديوالونو تر شا ایسار يا په حجاب کې وپېچل شي، پر ده به څه تېرېږي او څومره به يې عادلانه بولي؟!

دا چې ځيني نارينه د خپل نفس په ضبط باندې قادر نه دي او خپلې د شهوت سترګې او غوښتنې مهار کولی نه شي، نو د دوی د اخلاقو او ارادو د کمزورتيا تاوان ولې بايد ښځې پرې کړي؟ عادلانه خو به دا وي چې د داسې نارينه وو پر سترګو باندې پرده وغوړول شي نه د ښځو پر مخونو.

د اسلام په نامه ښځې له انساني حقونو نه محرومول، له اسلام سره دښمني ده. د نورو اديانو پېشوايانو په تدريج سره هغه حشو او زوايد چې د اسماني کتاب خلاف د دين په نامه تحميل شوي وو او يا د احکامو تفسيرونه د تنګ نظرۍ له مخې شوي و، لرې کړل او دا پروسه لا هم روانه ده. دوی دا کار ځکه وکړ چې له يوې خوا خلک ويښېږي، پوهه ترلاسه کوي او د دې پوهې په مرسته په خپله د دين اصلي احکام، صحيح ژباړه او سالم تفسير موندلی شي؛ او له بلې خوا دين له عصري مثبته علومو سره له ټکر نه ژغوري څو خلک له دين نه د انکار پلو ته ولاړ نه شي. مګر زموږ په اسلامي نړۍ کې له بده مرغه چپه پروسه روانه ده. په دې مانا چې زموږ ديني عالمان ورځ تر بلې دين سختوي، له مدنيت سره يې په ټکر کې راولي او لوستي خلک له دين نه تېښتې ته اړباسي. لويه غميزه بيا دا ده چې د همغو ظالمانه تولنيزو سنتونو او دودونو د خوندي ساتلو په موخه، کوم چې په عَرَضي ډول د دين اجزا ګرځول شوي دي، له عصري زده کړې سره دښمني هم کېږي.

د اقتصادي او ټولنيزې پراختيا ترلاسه کولو لپاره هم د ښځو چې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي، ګډون يو انکار نه منونکی ضرورت دی. که چېرې نيمايي خلک له اقتصادي توليد، فرهنګي چارو او خدماتي عرصو نه بهر وساتل شي يا په بل عبارت نيمايي نفوس په بند کې واچول شي، نو توليد، خدمات او لاسته راوړنې هم په همغه تناسب ښکته لوېږي. د ترقۍ له کاروان نه د ډېرو مسلمانو هيوادونو د بېرته پاتې والي غټ راز په همدې کې پروت دی چې نیمايي نفوس يې يواځې د نارينه وو د جنسي شهوت د ارضا لپاره په شخصي زنداندانونو کې ساتل کېږي.

بله سوچه خبره دا ده چې د ښځو ازادي د دوی طبيعي حق هم دی. هر انسان، نر او ښځه ازاد زېږول کېږي او دا بيا د زورورو زبرځواکي ده چې له چا نه مريی، له چا نه مينځه او له چا نه بادار جوړوي. هيڅ خدايي دين د وګړو ترمنځ د جنس، رنګ، نژاد پر بنياد توپير او تبعيض نه دی روا کړی. کوم کسان چې د دين له نامه نه په جعلي رواياتو سره له ښځې نه د هغې انساني روا حقونه اخلي، پر خدای باندې د بې عدالتۍ تومت وايي او د اسلام ضد عمل تر سره کوي.

په داسې حال کې چې د ازدواج د صحت له عمده شرايطو نه ايجاب او قبول دی او د تصميم د صحت شرط هم جسمي او عقلي بلوغ دی، د پلار يا بل چا په وکالت، د ماشومو نجونو په زور نکاح، له عدالت نه تېری او يو ظالمانه عمل دی. د دې کار په مشروعيت کې روايتونه او د عمل د سابقې نمونې مخې ته ايښودل کېږي، خو يو حقیقت ډېر ښکاره دي د کولو په حتميت باندې يې هيڅ حکم شته والی نه لري. د دې مانا دا ده چې که حکومتونه د تقنين له لارې د وجايبو، مسووليتونو، مکلفيتونو او په دې ترڅ کې د ازدواج حد اقل سن وټاکي، کوم ناروا کار نه کوي. د عدالت حکم دا دی چې يوه ماشومه باید پوره جسمي او عقلي بلوغ ته ورسېږي، بيا په خپله د مېړه کولو يا نه کولو تصميم او د غوره کولو او په ايجاب او قبول کې د ازاد اظهار حق ولري.

لنډه داچې د ښځو د حقونو سلبول له دين او عدالت سره جفا او اسلام ته د بد نوم د ګټلو وسيله ده او بايد ژر تر ژره يې لمنه ټوله شي.

- د بيان ازادي:

د بيان ازادي لمن ډېره پراخه ده. دغه ازادي په ليک، وينا، تمثيل، ګډا، انځور، نقاشۍ، ټنګ ټکور او داسې نورو اشکالو، د ورځپاڼو، مجلو، راډيو، ټلويزيون، سينما، تياتر، ګالري، کونزرواتور، تحقیقاتي مؤسسو، اکاډميو او نورو فرهنګی مرکزونو او وسايلو له لارې وړاندې کېږي. د بيان ازادي د ټولنې د مادي او معنوي ودې، د افکارو، نظرياتو او احساساتو د شريکولو، د مباحثې، انتقاد او اصلاح چارو ته د زمينه ورکولو ډېره غوره وسيله ده. بې له دې نه يوه ټولنه کنګل کېږي، ژونديتوب له لاسه ورکوي، زمولېږي او فکري استبداد واکمنېږي.

د بيان د ازادۍ له ټولو محسناتو سره، له بده مرغه په تېره کې، تر امريکايي استعمار لاندې، د اساسي قانون او فرعي قوانينو په خلاف، د هېواد د يووالي، ملي لوړو ګټو، ملي ارزښتونو او ملي يووالي د ګډوډولو په موخه ترې په زغرده ناروا ګټه اخيستل کېده او په دې مواردو کې چا د شته قوانينو د تطبيق خبره هم نه کوله. که چېرته د همدې نقيصې مخه ونيول شي، د بيان د ازادۍ ټولو اشکالو او ارکانو ته بايد لا نوره هم وده ورکړل شي.

- د پر رسميت پېژندلو مسئله: You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.