ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
23 Sep 2020 - 09:24
author avatar
23 Sep 2020 - 09:24

د روان کال سپټمبر په ۱۲ نیټه د قطر په پلازمینه، دوحه، کې د افغان لوریو تر منځ د سولې او روغې جوړې پروسه رسما پیل شوه. دا خبرې پس له ډېر ځنډه چې باید د مارچ په ۱۰مه نیټه پیل شوې وې، شپږ میاشتې وروسته پیل شوې. د دوحې بین الافغاني خبرې که په درېیو برخو ووېشو اوله برخه چې د خبرو افتتاح برنامه وه، په کامیابۍ سر ته ورسېده. دويم پړاو یې اوس پیل دی چې په کې د طرز العمل پر مادو جنجالونه دي او درېیم پړاو یې له ټولو مشکل پړاو دی چې افغان لوري به خپلو کې د خبرو پر اجنډا بحث کوي.

د سولې په روان بهیر کې یو بحث چې ډېر ژوندی دی، د ګاونډي هېوادونو او د افغانستان په قضیه کې ښکیل د درې مهمو زبر ځواکونو (امریکا، چین، او روس) د رول بحث دی. دا ځکه چې اوسني نړیوال جوړښت کې دا ممکنه نه ده چې یوه ملي پروسه، لکه سوله، دې یواځې پر ملي روحیه او د ملت دننه د ښکیلو لوریو پر خوښه مخته ولاړه شي،‌ حقیقت دا دی چې د سیمې هېوادونه او د نړۍ زبر ځواکونه په ملي پروسو اثر لري او که وغواړي ملي پروسې تخریبولای او ټکنۍ کولی شي. اوس پر دې بحث کوو چې د افغانستان د سولې روانې پروسې په اړه د سیمې ګاوندي هیوادونه او د نړۍ زبر ځواکونه څه نیت لري.

امریکا د سولې مهم طرف:

د افغان سولې په اړه د امریکا داخلي بحثونو کې دوه مهم نظرونه شتون لري. یو نظر دا دی چې امریکا د افغانستان په اوسنۍ جګړې کې سټراټیژیکې لاسته راوړنې نه لري او نه باید د امریکا د تاریخ په دې اوږدې جګړه کې امریکا مالي او ځاني‌ تاوانونو ته تن ورکړي. دې نظر لرونکو اشخاصو کې داسې خلک هم شته چې هغوی د شوروي‌ له ماتې راوروسته له ټولو جګړو د امریکا راویستل غواړي. د امریکا مخ ته را ولاړ شوي نوي‌ نړیوالې ننګونې او د امریکا په عامه ذهنیت کې له دې بې نتیجې جګړو سوړ استقبال هم د دې لامل دی چې امریکا باید نورې نړیوالې جګړې پای ته وروسوي. دا طبقه خلک پر دې نظر دي چې امریکا باید له افغانستان د یو داسې تړون پر نتیجه کې راووځي‌ چې افغانستان نور د دوی ملي امنیت ته د خطر او ګواښ ځای نه اوسي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ‌ د دې خلکو په سر کې دی.

بل نظر دا دی چې امریکا باید په افغانستان کې جګړې ته ادامه ورکړي او نه باید له افغانستانه خپل نظامیان وباسي. دا نظر لرونکي افراد هغه وګړي دي چې فکر کوي که امریکا له افغانستان څخه اوځي، افغانستان به د داعش او همداسې نورو سخت دریځو ډلو مرکز وګرځي‌ او د امریکا ملی امنیت به یو ځل بیا یو لوی خطر سره مخ شي. د دې ډلې مشران د امریکا هغه پخواني جنرالان دي‌ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر همداسې مواردو د داختلاف له امله له دندو ګوښه شوي وي. جنرال مک ماسټر، جان بولټن، جنرال میټس او جنرال فلن د دې ډلې له قوي فعالانو څخه دي.

د امریکا اوسنی تګلاره دا ده چې امریکا نوره د افغانستان له جګړې ستړې ده او نه غواړي چې دې جګړې ته دوام ورکړي.‌

چین او پاکستان:

امریکا څخه وروسته دوه هېوادونه چې سولې ته ډېر لیواله دي او غواړي چې افغانستان کې سوله راشي، پاکستان او چین دی. پاکستان د افغانستان په څلوښت کلن ناورین کې ډېر څرګند رول لري او د افغانستان د ورانۍ او د جګړې د دوام اصلي عامل دی‌. په دا وروستیو کې د افغانستان په خاوره له بل کړي اور څخه پاکستان خپله ډېر لوی زیان ولید. پاکستان کې د طالبانو د تحریک تر نوم لاندې ډېرې استخباراتي کړۍ فعالې شوې او د پاکستان ملي امنیت یې له داخل څخه وګواښه. پاکستان پر دې پوه شو چې افغانستان کې نا امني نوره د دوی په ګټه نه ده او دا په لوی لاس د هغه خلکو پر لاس یو فرصت ورکول دي چې غواړي د پاکستان ملي امنیت خراب کړي. چین همدا راز  د پاکستان له تېروتنو دا درس زده کړ چې که چېرته افغانستان کې جګړه وي، ممکن ده چې نړیوال استخبارات او د چین نړیوال سیاسي رقیبان په یوغور کې مظلوم مسلمانان او د چین په داخل کې د کمونست دولت مخالفینو ته د افغانستان له نا امنیو په استفاده لاسرسی پیدا کړي‌. چین له دې ننګونې ډېر په ډار دی او غواړي ژر تر ژره امریکا او د ناټو غړي هېوادونه له افغانستان کډه وکړي. دا د دې سبب کیدلای شي چې چین په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي.

 

هند او ایران:

هند او ایران د منطقې دوه هغه هېوادونه دي چې د افغانستان د سولې په قضیه کې منفي رول لري ځکه د افغانستان په ارامي کې د دوی هېڅ ګټه نشته. د دې دواړو هیوادونه یو مشترک تاوان دا دی چې که جېرته د بین الافغاني سولې په نتیجه کې طالب لوری وسله کېږدي او سیاسي میدان ته داخل شي، داخلي سیاست کې به په طبعي ډول د پاکستان رول زیاتېږي. دا هغه څه دي چې نه پرې ایران او نه هم هند خوښ دي ځکه ایران او هند په سیمه کې د پاکستان له مهمو رقیبانو څخه دي.

ایران د اقتصادي تاوان له امله هم په افغانستان کې د سولې طرفدار نه دی. افغانستان د ایران د صادراتو لپاره د یو ښه مارکیټ سر بېره د هري رود او هلمند رود په اوبو تر ذاهدانه د ایران ټول شرق خړوبوي. همداراز که چېرته د سولې په نتیجه کې یو قوي مرکزي حکومت جوړ شو، د ایران د ګاز او تېلو مارکیټ له لوی خطر سره مخ کېږي. منځنۍ آسیا کولی شي چې د خپل تېل او ګاز سوېلې اسیا ته د افغانستان له لارې صادر کړي.‌ هند او ایران شاید په ګډ ه په دې فکر کې وي چې څرنګه د سولې مخه ونیسي او روانه پروسه ټکنۍ کړي.

روسیه او منځنۍ اسیا:

روسیه او منځنۍ آسیايی هېوادونه په تاریخي لحاظ د افغانستان په قضایاوو کې دخیل پاته شوي. روسیه په افغانستان کې د امریکا په شتون له ډېره وخته شکمنه ده. داسې راپورونه هم ووتل چې روسیې طالبانو ته د امریکایي پوځیانو وژلو لپاره وسلې هم تقسیم کړې وې. د روس او روسیې سره تړلي د افغانستان ګاونډی هېوادونه د داعش د پدیدې د راڅرګندېدلو پر مهال په دې ډار کې وو چې ګواکې امریکا به داعش له کنړ او ننګرهار څخه د افغانستان شمالي ولایتونو ته انتقال کړي. دا پروژه د روس او منځینۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت مسئله وه له دې امله یې غوښتل چې څونې ژر کیدلای شي امریکا له افغانستانه خپل ټغر ټول کړي، د دوی په ګټه دی.

د سولې له پروسې د سیمې او نړیوالو له ملاتړ داسې ښکاري چې په دوحه کې روانې خبرې به یوې نتیجې ته رسېږي خو دا چې د خبرو په نتیجه کې رامنځ ته شوي حکومت سره به سیمه او نړیوال څرنګه تګلاره خپلوي، له وخته مخکې بحث دی چې باید په خپل وخت وشي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

Visits: 8

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.