Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د سړک غاړې لیلامي پلورونکي د خپلو توکو د پلور له بازاره خوښي څرګندوي، وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د لیلامي توکو د پېرېدونکو شمېر ډېر شوی دی.
د فاریاب سیمهییز مسوولین وايي، د شدیدې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت د شپږو ولسوالیو مواصلاتي لارې د ولایت له مرکز سره تړل شوې دي.
د فارياب سيمهييزې سرچينې په دغه ولايت کې په جلا پېښو کې د درېيو کسانو له وژل کېدو خبر ورکوي او وايي، د يادو پېښو په تړاو د يوې ښځې په ګډون څلور کسان نيول شوي هم دي.
د فاریاب ولایت پوهنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې د ۵۵۰ فعالو ښوونځیو له ډلې ۱۸۵ یې ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په جوماتونو، تر خېمو او ونو لاندې په ازاده فضا کې په بد حالت زدهکړې کوي.
میمنه (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۱): ځایي سرچینې وایي، د فاریاب ولایت په ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو کې د دوو بېلابېلو پېښو پر مهال دوو ښځو
سیمهییزې سرچینې وايي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته په فاریاب ولایت کې د بېځایه شوو ماشومانو لپاره تر شپږم ټولګي یو ښوونځی جوړ شو او په جوزجان کې د غالۍ اوبدلو یوې کارخونې د جوړېدو چارې پیل شوې.
د فاریاب ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د خان چهارباغ ولسوالۍ مربوطاتو کې یوې ۲۱ کلنې نجلې ځان راځوړند کړی او مړه شوې ده.
په فاریاب کې ځایي سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب سیمه ییزې سرچینې وايي چې د میمنې – المار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په لولاش ولسوالۍ کې یو سړی او یوه ښځه په ډزو وژل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن