Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
میمنه، کلات (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): ځایي سرچینې وایي، په زابل او فاریاب ولایتونو کې په څلورو جلا ترافیکي پېښو کې څلور کسان
د زابل په شینکۍ ولسوالۍ کې د بشردوستانه مرستو ادارې/ BHA په مالي او د افغان کډوالو مرستې لپاره د ډنمارک کمېټې/ DACAAR په تخنیکي ملاتړ د اوبو یوه شبکه جوړه شوه او ۳۵۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
د زابل په مرکز کلات ښار کې د محکمې له پرېکړې وروسته اووه کسان- چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي وو- په درو ووهل شول او د بند سزا ورته واورول شوه.
د زابل د عامي روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې په یوه ورځ دوه سوه کسان تورې غاړې ته پر ورته ناروغۍ اخته شوي چې له امله یې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دى.
د زابل مرکز کلات شمال لورته د کابل- کندهار پر عمومي لار یو پل جوړ او نن پرانیستل شو.
د زابل د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، سږ کال یې د همکارو موسسو په مرسته د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۴۱ ګرځنده او ثابت روغتیايي مرکزونه فعال کړي چې زرګونه خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د زابل امنیتي چارواکي وايي چې په شاه جوۍ ولسوالۍ کې یې یو کس له دریو بازانو سره یو ځای نیولی چې ایران ته یې قاچاق کول.
د زابل په سوېلي ولسوالۍ سیوري کې د «ملا محمدعمر مجاهد» په نامه یوه لویه مدرسه له جوړېدو وروسته پرانیستل شوه.
کلات (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۱): په زابل کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې یې هغو
د زابل په مرکز کلات کې د مجید زابلي په ښارګوټي کې د استوګنې نومرو د وېش لړۍ پیل شوه.
د زابل په مرکز کلات کې له ۵۰ بېوزلو مېرمنو سره د ۲،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د چرګانو د تولید او ساتنې د وسایلو مرسته وشوه.
د زابل د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې خلکو ته ۹۱ تشنابونه جوړ شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن