Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
امنيتي مسوولين وايي، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په پلازمېنه کابل کې دوه زره ۶۲۹ بېلابېلې جنايي پېښې شوې چې ورسره په تړاو دوه زره ۹۷۳ کسان نیول شوي دي.
د افغانستان مرکزي بانک سبا د کب په ۱۵مه ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د کابل ښار په مکروریانو سیمه کې د برېښنا د ضایعاتو کچه ۸۱ سلنه کمه شوې چې ورسره عواید هم څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو ته لوړ شوي دي.
د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل د پنځمې ناحیې په پل سوخته سیمه کې د کتاب ویلو نندارتون جوړ شو چې درې ورځې به دوام لري.
د امریکا د ځمکپېژندنې اداره وایي، نن شاوخوا ۱۱:۵۱ دقیقې د افغانستان په شمال ختیځ کې د ريښتر په کچه ۴.۲ درجې زلزله شوې ده.
د افغانستان رېلپټلۍ اداره وایي، له ازبکستان څخه د حیرتان بندر له لارې د اورګاډي په وسیله د سوداګریزو توکو د انتقالاتو بهیر له یوې هوکړې وروسته یو ځل بیا پیل شو.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان د سند ایالت له زندانه ۴۰ نور افغانان خوشي شوي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت د هېواد ټولو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته لارښوونه کړې چې د را روان لمریز کال لپاره د کانکور په ازموینه کې د نجونو نوملیکنه تر بل امر پورې وځنډوي.
د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز په اړه خواشیني ښودلې او په دغه هېواد کې یې د یوه ټولګډون حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه د نږدې شپږ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن