Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سمنګان کې روغتیايي مسوولین وايي چې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د دغه ولایت له ولایتي روغتون سره د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو مرسته وکړه.
سمنګان کې روغتیايي مسوولین وايي، له قوانینو د سرغړونې او د فعالیت جوازونو نه درلودو له امله یې د دغه ولایت په دره صوف بالا او پایین ولسوالیو کې لسګونه کلینیکونه، معاینهخانې او درملتونونه تړلي دي.
سمنګان کې روغتیايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۳۸ میلیون افغانیو په لګښت د روغتیا برخه کې د پنځو پروژو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د سمنګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د بادامو له پنځه زره او ۱۲۴ هکټار باغونو ۲۲۸۰ ټنه حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله شل سلنه ډېروالی ښيي.
د ا.ا مشر د سمنګان ولايت له مسوولينو سره په لیدنه کې د افغانستان څو وروستۍ لسیزې ناخوالې د اختلافاتو او ملوکالطوایفي رامنځته کېدو له امله بللې او له مسوولينو يې غوښتي چې له نظام سره د خلکو نږدې کولو لپاره هڅې وکړي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یوه کس ځانوژنه کړې، یو کس په اوبو کې د ډوبېدو او بل د غره ښویېدنې پېښو کې مړه شوي دي.
سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د بغلان – سمنګان پر عمومي لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
سمنګان کې ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په درهصوفبالا ولسوالۍ کې یو ځوان اوبو کې د لامبو پر مهال ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
ځایي مسوولین وایي چې په سمنګان، سرپل او پنجشېر ولایتونو کې پر څه باندې ۴۰۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
د سمنګان ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په درهصوف ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
سمنګان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د صوفي کلا لویې لارې مربوطاتو کې یو ماشوم له تښتوونکو ژغورل شوی دی.
د سمنګان د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وایي چې د دغه ولایت دره صوف پایین او خرم سارباغ ولسوالیو کې له نږدې اووه زره بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP