Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د راپورونو له مخې، په تهران کې پر اسماعیل هنیه له برید وروسته او په منځني ختیڅ کې د احتمالي جګړې له وېرې ځينو هوایي شرکتونو اسرائیل او لبنان ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.
د هند په سوېل کې د کرالا ایالت کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چې د افغانستان لپاره یې د فرانسې له شارژدافیر سره لیدلي او د دوحې د درېیمې ناستې په اړه یې خبرې کړې دي.
صربستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سوېلختيځ کې د کډوالو لېږدوونکي یوه موټر چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۳۰ افغان او نیپالي کډوال ټپیان شوي دي.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس ویلي چې د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې د خپلې نوماندۍ فورم لاسلیک کړی دی.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي چې دغه هېواد د افغانستان وګړو ته د ویزو ورکولو بهیر بېرته پیلوي.
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې له دغه هېواده افغانستان ته د بورې صادرات له څلور کلن ځنډ وروسته بېرته پیل شول.
ټاکل شوې سبا (جمعه) د فرانسې په پلازمینه پاریس ښار کې د ۲۰۲۴ کال د المپیک سیالۍ پیل شي.
اتیوپیايي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په سوېل کې د سخت ورښت په پایله کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۲۲۹ کسان مړه شوي دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان خصوصي سکټور او د اسلامي امارت د پلاوي په حضور کې د چین د کنمینګ نندارتون له پرانیستلو خبر ورکړی دی.
په داسې حال کې چې د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو د پاکستان ګمرکي تعرفې د لوړېدو درې اونۍ تېرېږي، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین وايي، د دې ستونزې د حل یوازېنۍ لار د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترجیحي تعرفې وضع کېدل دي.
د اسټرالیا دولت د هغو افغانانو کورنیو ته د غرامت ورکولو څرنګوالی څرګند کړ چې د دغه هېواد د ځواکونو له لوري افغانستان کې وژل شوي یا زیانمن شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن