Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
له ایرانه د افغان کډوالو د بېمخینې ایستلو په دوام زرګونه کورنۍ تش لاس هېواد ته راستنې شوې دي؛ هغوی له حکومته د سرپناه او کاري زمینې برابرولو غوښتنه کوي. بلخوا، د چارو پوهان د کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو نقض بولي او له ملګرو ملتونو غواړي چې د دغه بهیر مخنیوي برخه کې اقدام وکړي.
هرات – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ د خپلو ټولنیزو مسؤلیتونو د یوې برخې په توګه، اتصالات د اسلام کلا پولې له لارې له ایران څخه په
هېواد ته د اسلامکلا بندر له لارې د افغان کډوالو له پراخې راستنېدنې سره هممهاله د بیات خیریه بنسټ اعلان کړی چې خپلو اصلي ولایتونو ته د کډوالو لېږدولو لپاره یوه لس ورځنۍ طرحه لري.
د هېواد د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست چې د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات اسلامکلا بندر ته تللی وايي، راستانه شوي کډوال به پرته له هيڅ ځنډه خپلو اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر له پراخېدو سره سم اړتیاوې مخ پر ډېرېدو دي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د تمویل کچه لوړه کړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د روان کال په جون میاشت کې څه باندې ۲۵۶ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي او د بودجې کمښت د مرستو رسولو برخه کې د دغه سازمان او شریکانو خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي.
رویټرز خبري اژانس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې دغه هېواد به راتلونکې اونۍ له ایران سره اټومي مذاکرات پیل کړي خو ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې بنیامین نتانیاهو د امریکا د ولسمشر د اوربند وړاندیز منلی او ټاکل شوې د نن ورځې تر پایه یوه اعلامیه خپره کړي.
د راپورونو له مخې، د ایران پر تهران او ځینو نورو سیمو د اسرائیل او دغه راز پر اسرائیل د ایران بریدونو د نن سهار تر څلورو بجو دوام درلود.
د امریکا ولسمشر اعلان کړی و چې د ایران او اسرائیل ترمنځ اوربند په څو راتلونکو ساعتونو کې پیلېږي خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې په دې برخه کې هيڅ هوکړه نشته او ایران به یوازې په هغه صورت کې چې د سهار تر څلورو اسرائیل خپل بریدونه ودروي، ځوابي بریدونو ته دوام ور نه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر ایران د امریکا برید په سیمه کې یو «خطرناک بدلون» بللی او د امنیت له شورا یې غوښتي چې د جګړې درېدو لپاره بېړنی اقدام وکړي؛ روسیه پر دغه اقدام سخته نیوکه کړې او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور نقض بللی خو امریکا ویلي چې دغه برید «د ایران د بېړني ګواښ پر وړاندې اړین ځواب» و.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي چې تېره شپه د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی، ویلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې به له ګډو ستونزو او ګواښونو سره د مبارزې، په ځانګړې توګه د وروستیو بریدونو په اړه خبرې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP