Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د پخوا په نسبت د اوړو بیه ټیټه شوې خو اوس هم د وچې ډوډۍ وزن کم دی او بیه یې نه ده ټیټه شوې.
بادغیس کې یو شمېر ناروغلرونکي په ولایتي روغتون کې د بسترونو له کموالي شکایت کوي او وايي، داسې بسترونه هم شته چې ان تر څلورو ناروغان په کې بستري دي.
بادغیس کې ځيني سوداګر او پانګوال وایي چې په دغه ولایت کې د هر کیلوواټ سوداګریزې برېښنا بیه د نورو ولایتونو په نسبت پنځه افغانۍ لوړه ده.
د بادغیس ځيني اوسېدونکو د ځمکې لاندې اوبو کمېدو له امله اندېښنه ښودلې او له حکومته غواړي چې د ځمکې لاندې اوبو تقویې لپاره عملي اقدمات وکړي.
بادغیس کې ځیني مالداران په داسې حال کې په ژمي کې د څارویو خوراکي توکو کموالي له امله اندېښنه ښيي او د ملاتړ غوښتنه کوي چې مسوولین وايي، مالدارانو ته یې د څارویو ۲۵۰ ټنه خوراکي توکي وېشلي او زیاتوي چې دغه ډول مرستې به دوام ولري.
د کلیو د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې په بادغیس ولایت کې د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د چکډیمونه جوړولو چارې پیل شوې.
د بادغیس امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه ښځه مړه شوې او شپږ کسان نور ټپيان دي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د پاسپورټ وېش لړۍ له ټکنيوالي شکایت لري، خو مسوولین وايي چې دا ستونزه به ژر حل شي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د لومړنیو توکو بیې کنټرول کړي او له هغو هټۍوالو او سوداګرو سره قانوني چلند وکړي چې توکي په لوړه بیه پلوري.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت ولسوالیو ته د برېښنا غځولو په برخه کې د تېر حکومت پر بېغوري د نیوکې ترڅنګ، له اسلامي امارته غواړي څو د دې ستونزې حل ته پاملرنه وکړي.
د باغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ په «بند قشقه» سیمه کې د ترافیکې پېښې له امله شپږ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
په هرات او بادغیس ولایتونو کې یوځل بیا نسبتاً خفیفه زلزله وشوه چې له امله یې خلک د شپې له کورونو ووتل.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن