Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په «شهر بزرګ» ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو له امله یو ۱۵ کلن ځوان مړ شوی دی.
ځايي مسوولین وايي چې په بدخشان او لغمان ولایت کې د باران او سېلابونو راتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د روان کال په تېره یوه میاشت کې د ترافیکي پېښو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۲ کسان مړه شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.
په بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په یفتل پایان ولسوالۍ کې د زر مینځلو یوې کارګاه د چت نړېدو له امله یو کان کېندونکی مړ شوی دی.
بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې له امله یو تنکی ځوان وژل شوی او یو سپینږیری ټپي شوی دی.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت ټول اثار یوې بېلې ځانګړې ودانۍ ته لېږدول شوي او په ځانګړو ویترینونو کې په ښه توګه ساتل کېږي.
د بدخشان د مرکز فیضاباد ځيني اوسېدونکي د اختر په درشل کې د امنیت له ټینګښت خوښ دي خو له حکومته غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې د «اطلاعات شهر» په نوم یوه میاشتنۍ جوړه او په رسمي توګه یې فعالیت پیل کړ.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په شهدا ولسوالۍ کې د زیو د یوې سرګلولې چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې کسان ټپیان شوي دي.
بدخشان کې ځيني غالۍاوبدونکې وایي چې د بنسټونو له خوا د نه ملاتړ ترڅنګ په دغه ولایت کې د تخنیکي امکاناتو، غالۍ مینځلو او بیاتي کولو ماشینونو نشتوالي له امله مجبور دي چې خپلې اوبدلې غالۍ کابل ته لېږي چې دغه کار ډېر لګښت غواړي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت بهارک ولسوالۍ کې د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د زرمینځلو یوې کارګاه نړېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن