Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بدخشان ولایت د واخان سړک د دویم فاز د چغلاچونې چارې پیل شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د بدخشان ولایت د واخان سړک د دویم فاز د جغل اچولو پروژې تړون له یوه داخلي خصوصي شرکت سره د ۱۴۳ میلیون افغانیو په ارزښت لاسلیک کړ.
د سرپل ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په صیاد ولسوالۍ کې پر ۳۰ کیلومتره یوه سړک د جغلاچونې کار پیل شو.
د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ۲۰ کیلومتر سړک د جغلاچونې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، په دې پروژه کې به څه باندې ۱۶۰۰ کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شي.
سرپل کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د کوهستانات ولسوالۍ سړک د ۶،۵ کیلومتره برخې د جغلاچونې او هوارکارۍ چارې د اووهنیم میلیون افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په خوست کې د اته ميليونه افغانيو په لګښت د ۷۵ کيلومتره سړک د جغل اچولو چارې پيل شوې.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وایي چې د سوېلي سالنګ د سړک د ترمیم او جغلاچونې کار پیل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP