Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، د سوډان په سوېل او لوېدیځ کې د پوځ او ملېشهوو ترمنځ په تازه نښتو کې ۶۵ کسان وژل شوي او ۱۳۳ نور ټپیان شوي دي.
رسنیو د روغتیايي او نورو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د توغندیزو او هوايي بریدونو په پایله کې ۵۶ کسان وژل شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، د سوډان د شمالي ډافور په مرکز الفاشر کې د سعودي عربستان اړوند پر یوه روغتون وسلهوال برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سوډان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې تېرو درېیو میاشتو کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۳۸۸ کسان د کولرا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د راپورنو له مخې، د سوډان پوځي مشر عبدالفتاح البرهان د بېپیلوټه الوتکې له بریده ژوندی وتلی خو پنځه کسان په دغه برید کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، سوډان کې د يوې ملکي الوتکې لوېدو پېښه کې د څلورو پوځي کارکوونکو په ګډون نهو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په سوډان کې د بند پاتې افغانانو له ډلې ۴۳ کسان د اریانا افغان هوايي شرکت په مټ هېواد ته راستانه شول.
په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمدجاوېد مجددي وایي، په سوډان کې د بند پاتې افغانانو له ډلې څخه ۴۳ کسان د سعودي حکومت له خوا جدې ښار ته ورسول شول.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، په سوډان کې بند پاتې یوه ډله افغانان را ايستل شوي او د سعودي عربستان جدې ښار ته لېږدول شوي دي.
د سعودي عربستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې د افغانستان د سفیر احمد جاوېد مجددي په هڅو او همغږۍ په سوډان کې بند پاتې ۷۱ افغانان راوباسي.
په سوډان کې د جګړې ښکېلو خواوو ترمنځ له لس ورځنۍ جګړې وروسته پر ۷۲ ساعته اوربند هوکړه شوې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، د سوډان په جګړه کې شاوخوا ۱۲۰ افغانان بند پاتې او د ایستلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP