Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غور د شهرک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروسته له هغه چې د تېر کال سېلابونو په دې ولسوالۍ کې پر هریرود سیند یوازېنی پل ونړاوه، اوس اړ دي له دغه سینده د تېرېدو لپاره له ټوپي کښتیو ګټه واخلي چې دا له خطره خالي نه دي.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار د درونټې ساحه کې یوې ښځې له خپلو دوو ماشومانو سره ځان سیند ته غورځولی؛ ښځې او یوه ماشوم یې ژوند له لاسه ورکړی او بل ماشوم ژغورل شوی دی.
د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا له نشتوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي څو د دې ولسوالۍ پر سیند د برېښنا بند جوړ کړي.
د لغمان د دولتشاه ولسوالۍ د فرشغان درې اوسېدونکي شکایت کوي چې د فرشغان پر سیند د پله نشتوالي له امله په تګ راتګ کې له سختو ستونزو سره مخ وي او له حکومته غواړي چې پل ورته جوړ کړي.
د نورستان سیمهییز مسؤولین وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ په سیند کې ډوبه شوې او ژوند یې بایللی دی.
د کونړ یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په شلتن، سرکاڼو او نورګل ولسوالیو کې پر کونړ سیند د پلونو له ویجاړۍ شکایت کوي او غوښتنه لري چې بېرته دې ورغول شي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، پنجشېر کې د سیند څنډو د تحکیماتو څلور پروژې د څه باندې ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت پرانیستل شوې.
د بدخشان ځایي مسوولین وایي، یو ۱۸ کلن ځوان چې تازه له ترکیې څخه هېواد ته راغلی و، د دغه ولایت په کوکچې سیند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب او مړ شوی دی.
د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د ترینکوټ پر سیند د پله نړېدو له امله خلک په ورځنیو چارو کې له ستونزو سره مخ دي.
د لغمان ځايي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز اړوند شاهتوره سیمه کې یوه کوچنۍ نجلۍ د سیند په اوبو کې ډوبه شوې وه چې جسد یې نن په شمټیو سیمه کې له اوبو را ایستل شوی دی.
د لوګر حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې دوه ماشومان د سیند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.
ځایي مسوولین وايي، د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې یو کس او د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو دوه کسان سیندونو کې د ډوبېدو له امله مړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP