Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پنجشېر امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د عملیاتو پر مهال هغه دوه کسان نیولي چې «په خپلو شومو کړنو» یې خلکو ته اندېښنې پیدا کولې.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، اسعداباد ولایتي روغتون کې یې د لومړي ځل لپاره د پښتورګو، تریخي او مثانې عملیاتو خدمات پیل کړي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ترکیې هېواد د ډاکټرانو یو ټیم افغانستان ته راغلی څو اتاترک د ماشومانو تخصصي او ملي روغتون کې د افغان ډاکټرانو په مرسته د ماشومانو د یورولوژۍ اختلاطي او پیچلي عملیات ترسره کړي.
ځينو سرچينو ويلي، تېره جمعه د کابل په بګرامي ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش خراسان څانګې مرستیال والي وژل شوی، خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د سرپرست حکومت د دفاع وزارت ویلي، د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د پخواني قوماندان اکمل امیري په ګډون اته کسان وژل شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، په دغه ولایت کې د شاوخوا یوې اوونۍ عملیاتو په ترڅ کې ۳۸ د حکومت وسلهوال مخالفین او درې امنیتي کسان وژل شوي او ۷۸ د حکومت وسلهوال مخالفین نیول شوي دي.
د استخباراتو ریاست وایي، د کابل ښار یوولسمې حوزې اړوند سیمه کې یې د «خوارجو» پر یوه پټنځای عملیات ترسره کړي چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او درې بهرني غړي یې ژوندي نیول شوي دي.
د پکتيا د استخباراتو رياست له لوري په دغه ولايت کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال، يو شمېر وسلې، مهمات او دولتي وسايل ترلاسه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار په نور روغتون کې، د لېزر په وسیله د سترګو او د سترګو د پردې لرې کولو عملیاتو ترڅنګ، د سترګو د ځینو نورو پېچلو عملیاتو د پیل خبر ورکوي.
د پکتيا امنيتي مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د کور په کور عملياتو په ترڅ کې، ۱۰۰ ميله وسله او ٢٠ عرادې موټر ترلاسه شوي دي.
افغان چارواکي وايي، د بلخ په مرکز مزارشریف کې د تښتول شوي ماشوم عبدالرووف د ژغورنې په شل ورځنیو عملياتو کې يو شمېر تښتوونکي وژل شوي او ځيني نیول شوي دي.
د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز ګردېز کې يې د کور په کور چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسلې او دولتي وسايل ترلاسه کړې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن