کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د اسیایي دفتر مشرې سره په لېدنه کې ویلي، د نظام اصول ورته تر بل هر څه زیات ارزښت لري او هر فعالیت باید له اصولو سره سم ترسره شي.
په هند کې د افغانستان سفارت له تړل کېدو وروسته، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي چې دغه سفارت د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دی او تر راتلونکو دوو یا درېیو ورځو بېرته خپل فعالیت پیلوي.
ا.ا له دې امله چې سویډن کې قرانکریم ته سپکاوی شوی، افغانستان کې د سویډن د هر ډول فعالیت درېدو امر کوي او له نورو مسلمانو هېوادونو هم غواړي چې له یاد هېواد سره پر خپل تعامل غور وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن