Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو برخې یوه نظرپوښتنه ښیي چې افغان ښځې او نجونې د بشري مرستو، معیشت، روغتیا او زدهکړې خدماتو ته د لاسرسي برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
د دایکنډي اوسېدونکي د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې د څښاک اوبو ته پر نه لاسرسي ادېښنه څرګندوي او وايي، دغې ستونزې یې ژوند له ستونزو سره مخ کړی او یو شمېر کورنۍ د اوبو نشتوالي له امله ان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د لغمان بادپښ ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ خپلو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري او د غره په لمنو کې د چینې اوبو پسې یو ساعت پلی مزل کوي.
د اروزګان د مرکز او ولسوالیو د یو شمېر سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې لا هم مخابراتي خدمتونو ته په بشپړه توګه لاسرسی نه لري او زیاتوي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د پکتيکا د شکین ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روغتیا، پوهنې، مخابراتو، پاکو او نورو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د پکتیکا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست وايي چې د دغه ولایت د ۲۴ ولسوالیو له ډلې د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
سمنگان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په حضرتسلطان او فیروزنخچیر ولسوالیو کې د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی
د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست کې مسوولینو په دغه ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې له جوړېدو خبر ورکړی او وايي چې ۳۵۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
بغلان د دهنهغوري، دوشي، او بورکې ولسوالیو په یو شمېر کلیو کې لا هم زرګونه کورنۍ د څښاک لپاره پاکو اوبو ته بشپړ لاسرسی نه لري او غوښتنه کوي چې حکومت یې باید دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې زرګونه کورنۍ لا هم مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې له ستونزو سره مخ دي خو مسوولین وايي، لومړۍ سروې یې ترسره کړې او ژر به ورته خدمات پیل شي.
بامیان کې د یوناما ساحوي دفتر مسوولین وایي چې اطلاعاتو ته لاسرسی یو له مهمو بشري حقونو دی چې د وخت په تېرېدو سره دغه ولایت کې د ښه کېدو په حال کې دی.
د خوست د يو شمېر سيمو اوسېدونکي وايي چې د شلو کلونو په تېريدو لا هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP