Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
قرغیزستان له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام ۱۲۰ ټنه خوراکي توکي بلخ ولایت کې افغان پلاوي ته وسپارل.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف ویلي چې په سیمه که د امنیت ټینګښت لپاره باید له افغانانو سره مرسته او د دغه هېواد د اقتصاد په بیارغونه کې همکاري وشي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، عربي متحده اماراتو د دغه ولایت له حوزوي روغتون سره د وینې تصفیه کولو (دیالیز) نهو ماشینونو مرسته وکړه.
د قطر د نړۍوالو همکاریو وزیرې لولوه الخاطر ژمنه کړې چې د زدهکړو او روغتیایي مراقبتونو برخو کې د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره ۷۵ میلیون ډالر مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی دفتر (اوچا) وایي چې هالنډ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.
سیمهییزې سرچینې وایي چې په هلمند او سرپل ولایتونو کې له څه باندې ۹۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې بریتانیا له افغانستان سره شپږ میلیون پونډه مرسته کړې ده.
اروپايي ټولنه وايي چې دوی له افغانستان سره د نږدې ۱۰۰ ټنه طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې اروپايي ټولنې ۲۵ میلیون یورو (څه باندې ۲۶ میلیون امریکايي ډالره) له افغانستان سره مرسته کړې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، له افغانستان سره یې د ۲۰ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته کړې او د پنځو ولایتونو روغتیايي مرکزونو ته به ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې ناروې له افغانستان سره ۱،۸ میلیوان امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږېکوونکې دفتر (اوچا) وایي چې سویډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۶،۸ میلیون امریکایي ډالره مرسته اعلان کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن