Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل له لوري د درملو، خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو پر وړاندې له درې میاشتني خنډ وروسته، د بشري مرستو لومړی کاروان غزې ته رسېدلی دی.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فليچر په کندهار کې له یوه روغتونه د لیدنې پر مهال د مرستو ځنډولو له تصمیمنیوونکو غوښتنه وکړه څو د دغه ولایت یوه روغتون ته ورشي او د مرستو ځنډېدو منفي اغېزې له نږدې وګوري.
د یوناما مشرې د کډوالو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي څو له اسلامي امارت سره په ګډه د کډوالو ستونزو ته د رسېدو برخه کې اغېزناک کار وکړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) وایي چې په افغانستان کې یې د هوا له لارې د مرستو رسولو خدمات ممکن د تمویل د ډېر کمښت له امله ودرول شي.
کابل کې د قزاقستان شارژدافیر وایي، د دغه هېواد د بشري مرستو جوپه چې په کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي، د حیرتان بندر له لارې بلخ ته رسېدلې ده.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وایي، امریکا تر اوسه اسلامي امارت سره يو ډالر هم مرسته نهده کړې، او هغه ادعاوې چې ګواکې واشنګټن د پخواني حکومت په څېر اوسني حکومت ته هم پیسې لېږي، یوازې تبلیغات دي.
د ناروې د کډوالو شورا وایي، د مرستو کمښت به افغانستان کې بشردوستانه خدمات محدود او میلیونونه خلک زیانمن کړي خو دغه شورا له بېځایه شوو ښځو، نارینهوو او ماشومانو سره د مرستو په موخه افغانستان کې پاتې کېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د امریکا متحده ایالتونو د مرستو په درېدو سره ممکن د ورځې په نړۍ کې څه باندې دوه زره د ایډز نوې پېښې ثبت شي.
له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې له یوې موسسې سره د څه باندې ۶۹۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د نړۍوالې پراختیا مرکز په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ګډون نورو اړمنو هېوادونو ته د امریکا متحده ایالتونو د مرستو ځنډېدل ناورین رامنځته کولای شي.
د سرهصلیب نړۍوالې کمېتې مشر د زندانونو چارو د سمون ادارې له مشره په لیدنه کې د دواړو لوریو د همغږۍ زیاتولو، تخنیکي مرستو او ګډو همکاریو د ټينګار ترڅنګ ویلي چې له یادې ادارې سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د خوړو نړۍوال پروګرام مشرې په کابل کې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملې ادارې له مشر سره په لیدنه کې ویلي، له دې ادارې سره په ګډه کار کوي چې زیانمنېدونکې کورنۍ پر وخت له مرستو برخمنې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP