Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، میانمار کې د زلزلې د قربانیانو شمېر څه باندې ۳۰۰۰ کسانو ته رسېدلې او زرګونه کسان په داسې حال کې ټپيان او لادرکه دي چې د هوا د سختو شرایطو او بارانونو له امله ښايي د ژغورنې هڅې لا پېچلې او د ناروغیو د خپرېدو خطر هم ډېر شي.
د راپورونو له مخې، میانمار او ټایلېنډ کې د زلزلو له امله څه باندې ۱۷۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په میانمار او ټایلینډ کې د دوو پرلهپسې زلزلو له امله تر زرو ډېرو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.
میانمار کې د رېښتر په کچه د یوې ۷،۷ درجې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۴۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سعودي عربستان د ۲۰۲۷ اسیا ملتونو جام د غوراوي سیالیو په لړ کې نن (سهشنبه) د میانمار له لوبډلې سره لوبه کوي.
د میانمار حکومت اعلان کړی چې دغه هېواد کې د یاګي نومي توپان په پایله کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې پېښو کې ۲۲۰ تنه مړه شوي او له ۷۰ ډېر کسان نادرکه دي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټسال ملي لوبډله نن له میانمار سره دویمه دوستانه لوبه ترسره کوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې د فوټسال ملي لوبډله نن له میانمار سره دوستانه لوبه ترسره کوي.
د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (یواېناوډيسي) اعلان کړی چې میانمار په ۲۰۲۳ کال کې د تریاکو د تولید برخه کې له افغانستانه مخکې شوی او نړۍ کې د تریاکو پر ستر تولیدوونکي هېواد بدل شوی دی.
د میانمار هېواد په لوېدیځ کې د توپان له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ۷۰۰ نور ټپیان شوي او مرستندویانو شاوخوا هغه ۱۰۰۰ کسان ژغورلي چې تر نړېدلو دېوالونو لاندې بند پاتې وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP